جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ایران یوه ستر مذهبي مشر پر خپل حکومت د طالبانو د...

د ایران یوه ستر مذهبي مشر پر خپل حکومت د طالبانو د ملاتړ په خاطر انتقاد وکړ

تاند(جمعه، د سرطان ۲۵) د ایران یوه ستر مذهبي مشر آیت الله العظمي لطف الله صافي ګلپایګاني د طالبانو د غورځنګ په اړه د ایران د حکومت پر دریځ کلکه نیوکه وکړه، ویې ویل چې طالبان له پرمختګونو سره پر افغانانو بې رحمیو ته دوام ورکوي.

ګلپایګاني پرون (پنجشنبه) وویل«دا ډول چلند یوه ستره او نامسوولانه تېروتنه ده.»

ده د ایران حکومت ته خبرداری ورکړ چې «پر هغې تروریستي ډلې باور مه کوئ چې انسان وژونه او شیطاني فطرت یې په نړۍ کې له چا پټ نه دی.»

ده پر ایران او نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د ځپل شویو افغانانو پر ضد د طالبانو د نورو یرغلونو د مخنیوي لپاره په جدیت اقدام وکړي.»

د ایران سپاه پاسداران له کلونو راهیسې د طالبانو پوځي او تبلیغاني ملاتړ کوي خو اوس چې امریکايي پوځیان په وتلو دي، د ګلپایګاني په شمول یو شمېر نور ایرانیان د طالبانو په وړاندې حساس شوي دي.

ایران په افغانستان کې امریکا ته د زیان اړولو او په افغانستان کې د بندونو د جوړېدو د مخنیوي په خاطر د طالبانو ملاتړ کاوه خو اوس د طالبانو د ملاتړ لپاره د ایران یوه انګېزه ختمه شوې ده.

خو له دې سره سره د سپاه پاسداران او سختدریځې ایرانیان لا هم د طالبانو تبلیغاني ملاتړ ته دوام ورکوي.

ځینو ایراني چارواکو او شخصیتونو د کیهان ورځپاڼې، چې د سختدریځو ایرانیانو دریځ منعکس کوي، د وروستیو ورځو پر هغې تبلیغاني سرمقالې انتقادونه وکړل چې په لړ کې یې د طالبانو پرمختګونه په مبالغه آمیز ډول خپاره کړل او ویې ویل چې دا طالبان هغه نه دي چې له شیعه ګانو سره یې اختلاف درلود بلکې هغوی له شیعه ګانو سره ښې اړیکې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب