جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد امریکا پوځ وايي، ۹۰٪ پوځیان یې له افغانستانه ایستلي دي

د امریکا پوځ وايي، ۹۰٪ پوځیان یې له افغانستانه ایستلي دي

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۱۷) د امریکا پوځ وايي، له افغانستانه یې خپل په سلو کې ۹۰ سرتېري ایستلي دي.

د این بي سي د راپور له مخې، د امریکا پوځ وویل، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو ترڅنګ یې په لویو کارګو یا باري الوتکو کې ۱۰۰۰ پېرې تجهیزات وړي دي.

پوځ دغه راز وايي، څه باندې ۱۷۰۰۰ وسلې یې، چې افغان امنیتي ځواکونو ته یې نه شوای پرېښودلی، ویجاړې کړي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سپټمبر یوولسمه له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو وروستۍ نېټه اعلان کړې وه خو اوس عملاً اکثره ځواکونه ایستل شوي او پاتې نور هم په څو ورځو کې وتلی شي.

خو په داسې حال کې چې امریکايي پوځیان په وتلو دي، طالبان هم خپل وروستی زور ازمويي چې د افغان امنیتي ځواکونو له خرابې شوې روحیې د سیمو د لاندې کولو لپاره نهايي ګټه واخلي. دې ډلې پرون د بادغیس د مرکز قلعه نو او د تخار ولایت د مرکز تالقان د نیولو هڅې وکړې خو بریالۍ نه شوه. خو دا ډله په څو شمالي ولایتونو کې د ګڼو ولسوالیو په نیولو بریالۍ شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب