جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهخوست او پکتیکا کې د موټر بم بریدونو مخه ونېول شوه

خوست او پکتیکا کې د موټر بم بریدونو مخه ونېول شوه

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۱۶ مه)  د خوست او پکتیکا ولایتي مسوولان وایي، چې دغو ولایتونو کې یې د دوو موټر بمونو مخه نېولې ده.

د پکتیکا ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، د دې ولایت په انګور اډه سیمه کې یې د چاودیدونکو توکو یو ډک هینو ډوله موټر نېولی دی.

د دغه ولایت د امنیه قومانداني ویاند شاه محمد ارین وایي، په انګور اډه سیمه کې افغان سرحدي ځواکونو هغه هینو ډوله موټر نیولی چې د کرښې له هغه غاړې را اوښتی و او د شاوخوا څلور نیم ټنه امونیم نایتریتو او یو شمېر چاودیدونکو توکو څخه ډک و.

د ښاغلي ارین په وینا، د یاد موټر بم په تړاو یې د موټر چلونکی نیولی او دا مهال ترې څیړنې روانې دي.

ورته مهال د خوست امنیه قومندان سیف الله سرحدي وایي چې نن شاوخوا یوولس بجې د خوست ښار د دویمې حوزې پولیسو، یو موتر بم هدف ته له رسیدو وړاندې کشف او خنثی کړی دی.

نوموړی زیاتوي، د موټر بم په اړه یې له وړاندې اطلاعات درلودل او نن یې ښار ته له داخلیدو وړاندې یې له یوه موټر سایکل سره ټکر کړی چې پولیس ور رسیدلي دي.

د خوست امنیه قوماندان دغه راز زیاتوي چې په موټر کې دوه کسان موجود چې په تېښته بریالي شوي دي.

تر اوسه د دولت کومې مخالفې ډلې د دې نیول شویو وسایطو په اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې طالبانو جګړو ته شدت ورکړی او په ترڅ کې یې نن ان د بادغیس ولایت تر مرکز قلعه نو را ورسېدل.

د بادغیس والي حسام الدین شمس وایي، پر مرکز قلعه نو یې د وسله والو طالبانو برید په شا تمبولی او دې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی