جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح سره صلیب ته؛ هوا ګرمه ده، بادغیس کې وژل شوي...

امرالله صالح سره صلیب ته؛ هوا ګرمه ده، بادغیس کې وژل شوي یرغلګر خپلو کورنیو ته تسلیم کړئ

تاند (چهارشنبه د سرطان ۱۶) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د بادغیس مرکز، د امنیه قومندانۍ ودانۍ او د ملي امنیت ریاست ودانۍ د طالبانو له حضور څخه پاکې کړې.

د راپورونو له مخې وسله وال طالبانو د بادغیس د ټولو ولسوالیو تر سقوط وروسته نن سهار قلعه نو ښار ته ننوتل.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پر خپل ټویټر لیکلي، بادغیس کې د افغان ځواکونو د تصفیوي عملیاتو پر مهال طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ښاغلي امان په خبره، وسله وال طالبان د تېښتې په حال کې دي او په څو ساعتونو کې به د قلعه نو ښار ټولې برخې د طالبانو له حضور څخه پاکې شي.

په همدې حال کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د سره صلیب له نړیوال سازمان او نورو خیریه مؤسسو څخه غوښتي چې په قلعه نو کې د لسګونه یرغلګرو جسدونه د کوېټې شورا سره په همغږۍ خپلو کورنیو ته ولېږدوي.

نوموړي نن چهارشنبه/د سرطان ۱۶مه/ د خپلو خبرو پر دوام پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، «هوا ګرمه ده او موږ جسدونو ته د سپکاوي پلوي نه یو.»

د بادغیس والي حسام الدین شمس هم وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې ولایت پر مرکز قلعه نو د وسله والو طالبانو حملې په شا تمبولې او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولي.

د بادغیس والي حسام‌الدین شمس نن خبریالانو ته وویل: «په پیل کې له دوه درې لورو، مخالفین او دښمن ښار ته ننوتی وو. له نېکه مرغه زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له جانانه او زړور مقاومت سره مخ شول. د څو ساعتونو لپاره جګړې دوام درلود. اوس‌مهال دښمن زیان لیدلی او مرګ‌ژوبله یې لیدلې ده او د شاتګ په حال کې دی. د قلعه نو خلکو ته ډاډ ورکوم چې امنیتي او دفاعي ځواکونه تر وروستۍ شېبې به له ښار دفاع وکړي.»

ښاغلي شمس په ویډیوي پیغام کې وایي، «د امنیتي ادارو یو شمېر مشران دلته په قلعه نو کې حضور لري، غواړو تاسو ته ډاډ درکړو چې د ځانګړو او سپېشل فورس ځواکونو په ګډون زموږ ټول امنيتي او دفاعي ځواکونه به له قلعه نو څخه دفاع وکړي او دښمن چې اوس له موږ سره په نښتو کې ښکېل دی، د ښار په ځینو برخو کې ورته تلفات رسیدلي او هم له ماتې سره مخامخ شوی دی.»

له دې مخکې نوموړي نن وویل چې د دې ولایت ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې دي.

د راپورونو له مخې پر قلعه نو د وسله والو د نن سهار په برید کې د قلعه نو زندان مات شوی او ټول بندیان ترې تښتیدلي، خو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې امنیتي ځواکونو ډېری بندیان نیولي او بېرته یې زندان ته لېږدولي دي.

وسله والو طالبانو پر قلعه نو د حملو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ادعا کړې وه چې د مقر، قادس او اب کمري ولسوالیو د نیولو پر مهال له دوه سوه زیات پولیس او سرتیرې له خپلو وسلو او مهماتو سره دوی ته تسلیم شوي دي.

2 COMMENTS

  1. یره ډېره سخته خبره مو کړې. د کوټې مشران او د طالبانو مشران لږ ترحم ولري د خلکو اولادونه به داسې نه قرباني کوي.
    او ظالمه طالبه، اخـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــر څــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه ګټه.
    ولې خپل وطن ورانوې؟! ولې د خلکو اولادونه وژني؟
    اسلامي حکومت غواړي راشه کینه خبرې وکړه.

  2. دا به د چټلو پنجابیانی نظامیانو جسدونه وی چې د کوټی شورا په نوم هغوی ته تسلیم کړی،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب