د دې طریقې سلسله اصلاً شیخ ضیاءالدین بن عبدالله سهروردي(رح) ته رسېږي، خو تر شیخ ضیاءالدین به بن عبدالله سهروردي (رح) نه هم د هغه وراره شیخ شهاب الدین ابوحفص عمر بن عبدالله سهروردي (رح) د دې طریقې په شهرت او نورو خلکو ته رسولو کې ډېر ستر نقش درلودلی دی. پر همدې اساس اوس ډېری خلک داسې فکر کوي چې د سهروردیې طریقې بنسټ ګر او مؤسس شیخ شهاب الدین ابو حفص عمر بن عبدالله سهروردي (رح) دی.
دا شیخ شهاب الدین بن عبدالله سهروردي(رح) هغه شیخ شهاب الدین یحیی بن حبش سهروردي (رح) نه دی، چې په فقه شریفه کې به یې مناظرې کولې او پر شیخ اشراق باندې یې شهرت موندلی ؤ. ځکه هغه په (۵۴۹ هـ ) د زنجان په سهرور سیمه کې زيږېدلی ؤ او د اصفهان په مراغه سیمه کې یې زده کړې کړې وې، خو دا چې هغه هم په تصوف او عرفان کې لوی لاس درلود او د دواړو د زوکړې سیمه هم یوه وه، نو پر همدې اساس ډېری خلک داسې انګېري چې دا دواړه به یو شخص وي.
د سهروردیې طریقې اصلي مؤسس شیخ ضیاءالدین بن عبدالله سهروردي (رح) په (۴۹۰هـ ق) کې د زنجان په ښار کې زېږېدلی او په (۵۶۳ هـ ق) کال په بغداد کې وفات شوی دی. ده د تصوف ټول اصول او کړنلارې له حضرت امام احمد غزالي (رح) څخه زده کړي وو او په تصوف او سلوک کې ترې یوازې یو اثر د (آداب المریدین) په نامه راپاتې دی.
د ده تر وفات وروسته د سهروردیې طریقې روحاني او معنوي میراث د ده هماغه وراره، چې پورته مو د سهروردیې طریقې په شهرت کې د ده بارز نقش ته نغوته وکړه، حضرت شیخ شهاب الدین سهروردي(رح) ته ورپاتې شو. هغه په (۵۳۹ هـ ق) کال د زنجان په سهرور سیمه کې زېږېدلی او په (۶۳۲ هـ ق) کال کې وفات شوی دی.
د شیخ شهاب الدین سهرودي(رح) د آثارو په توګه د: رسالهء اسیر و امیر، اعلام الهدی، رشف النصایح الایمانیه فی کشف الفصایح الیونائیه، ارشاد المریدین، الرحیق المختوم لذوی العقول و الفهوم، رسالهء وصیه، جذب القلوب الی مواصلة المحجوب او عوارف المعارف نومونه یادولای شو.( ۲: ۲۰، ۲۱)
د دوی د طریقې پیروان د افغانستان په پرتله په هندوستان او پاکستان کې ډېر دي، په هندوستان کې یې د شیخ بهاوالدین سهروردي (رح) په لاس بنسټ کېښودل شو. هغه د خپلې طریقې ټول پیروان د ځمکې د ښکلولو او سماع کولو څخه منع کړل. دغه دواړه کارونه د چشتیې طریقې ځینې پیروان ډېر کوي او د ځانونو لپاره یې د تصوف او سلوک له آدابو څخه ګڼي، د حضرت بهاوالدین سهروردی(رح) څخه په تصوف او عرفان کې یو اثر د (الوراء) په نامه هم راپاتې دي، چې د سهروردیې طریقې په پیروانو کې یې مطالعه رواج لري.
د سهروردیې طریقې پیروان کله جلي ذکر کوي او کله خفي. د خفي ذکر په لړ کې یې ځينې عین د قادریې شریفې د پیروانو غوندې ذکر کوي، خو په لږ توپیر سره، دوی لومړی (لااله الا الله) د نامه له غوټۍ څخه پیل کوي او پر ښۍ اوږه یې کش کوي او (الا الله) بیا له چپې اوږې څخه تر دماغ پورې رسوي او یا سر ښکته ځړوي او د (الله) نوم د نامه له غوټۍ څخه راکش کوي او تر چپ تي لاندې يې پر زړه باندې په شدت سره وهي. دوی دې ډول ذکر ته د نفس لطیفه وایي.
ځینې پیروان یې بیا داسې ذکر کوي، چې لومړی د ځانونو لپاره د (الله) نوم پر یوه کاغذ لیکي او پر دېوال باندې یې راځوړندوي، بیا هغه ته په دقت سره ګوري، سهار، ماسپېښین او مازدیګر دا ذکر په داسې حالت کې کوي، چې د خپل زړه شکل یې په نظر کې ورسره نیولی وي او خپله ژبه یې پر تالو پورې نښلولې وي. دوی دا د (الله – الله) ذکر تر هغه وخته پورې پر خپل زړه باندې وهي چې د دغه ذکر غږ پر خپلو غوږونو واوري.
په دې ډول سره سهروردیه طریقه د نورو درې واړو طریقو (نقشبنديې، قادریې او چشتیې) سره ډېر ورته والی لري او د دې طریقې مشایخ دغه درې واړو نورو طریقو ته هم د قدر په سترګه ګوري.( ۲: ۷۳)
په اسلامي تصوف کې د (نقشبندیې، قاریې، چشتیې او سهروردیې) طریقو ترڅنګ ځینې نورې طریقې هم شته چې عبارت دي له : « محاسبیه، طیفوریه، نصریه، سهلیه، خرازیه، حکیمیه، نوریه، جنیدیه، قصاریه، خفیفیه، رفاعیه، کبریه، فارسیه، اکبریه، شاذلیه، احمدیه، دسوقیه، مولویه، قلندریه، زیدیه، اسماعلیه، حلولیه، روشنیه، حروفیه، سیاریه، یزیدیه، خلوتیه، جراحیه، تُجانیه، صلواتیه او نورو څخه.» ( ۱: ۲۵، ۲۶،۲۷، ۲۸) خو دغه طریقې د پورتنیو څلورو طریقو په څېر مشهورې نه دي.
اخځلیکونه
۱ـ محمدي، لینا. ( ۱۳۹۷). معرفی طریقه های صوفیانه. د لیسانس دورې پایلیک. د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی.
۲ـ مونس، محمد متین. ( ۱۳۹۰). تصوف و عرفان در سروده های عرفای معاصر. کابل: د علومو اکاډیمۍ ریاست.