یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو په کندوز کې ۳ پُلونه ویجاړ کړي

طالبانو په کندوز کې ۳ پُلونه ویجاړ کړي

تاند(جمعه، د سرطان ۱۱) وسله والو طالبانو په کندوز ولایت کې له وروستیو پرمختګونو سره سره په دې ولایت کې یو لوی او دوه نسبتاً کوچني پلونه ویجاړ کړي دي.

د کندوز چارواکي وايي، طالبانو په امام صاحب ولسوالي کې یو لوی او ده واړه پُلونه د ماینونو او چاودېدونکو موادو په ذریعه ویجاړ کړي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د دغو پُلونو د ویجاړېدو له کبله دوی ته په تګ راتګ کې ډېرې ستونزې پیدا شوې دي.

د چارواکو په وینا د دغو پلونو بیا جوړېدا ملیونونو ډالرو ته اړتیا لري.

پرون وسله والو طالبانو په پکتیکا کې هم دوه پلونه ویجاړ کړل.

د پکتیکا ولايت د امنیه قومانداني وياند شاه محمد ارين وایي دا پل وړمه شپه د وسله والو طالبانو له لوري په بمونو الوزول شوی دی.

د نوموړي په وینا، وسله والو طالبانو په پکتیکا کې د ښرنې – ارګون پر لویه لار د «پړاو» په نوم لوی پل په بمونو الوزولی دی.

ارین زیاتوي چې د ياد پل ويجاړېدو له امله د بار وړونکو موټرو تګ راتګ بند شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب