شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+له ټولنیزو رسنیو څنګه استفاده وکړو؟ / شمله نادري

له ټولنیزو رسنیو څنګه استفاده وکړو؟ / شمله نادري

د هرې ورځې په تېرېدو سوشل میډیا (ټولنیزې رسنۍ) زموږ د ژوند یوه مهمه برخه ګرځي. ډېر خلک یې د خبرونو او نورو گټورو معلوماتو د ترلاسه کولو او نورو سره د شریکولو په موخه کاروي. په اوسني وخت کې له ټولنیزو رسنیو گټه اخیستل اړین دي، ځکه چې د ژوند ډېرې چارې په آنلاین توگه ترسره کېږي، لکه پلورل او پیرل، بانکي کارونه لکه، د پیسو لېږد رالېږد، تدریسي چارې او… .

ټولنیزې رسنۍ یعنې څه؟

ټولنیزې رسنۍ یاسوشل مډیا د اړیکو په معنا ده، یا د هغه انټرنیټي پانو مجموعې ته ویل کېږي، چې د هغو په واسطه اړیکې ټینگيږي.

د ټولنیزو رسنیو پراخه فعالیتونو افغان او د نړۍ خلکو ته بې شمېره کاري، تفریحي، معلوماتي او… فرصتونه برابر کړي او په هېواد کې د وگړیو ترمنځ په آنلاین ډول د نظرونو، معلوماتو او تصویرونو د شریکولو ډېره گټوره وسیله شمېرل کېږي. ټولنیزې رسنۍ د انسانانو په ژوند کې د بېلابېلو بدلونونه سبب شوې چې دا بدلونونه هم مثبت او هم منفي اړخونه لري.

د مثبت او منفي اړخونو شننه

همدا ټولنیزې رسنۍ دي چې دا لویه نړۍ یې د یوه کوچني کلي په څېره سره یوځای کړې او د نړۍ وګړو ته یې د اړیکو د پیدا کولو زمینې برابرې کړې دي. په هر ټولنیز، اقتصادي، فرهنگي، سیاسي، تعلیمي او… کې یې آسانتیاوې رامنځته کړې. د همدې ټولنيزو رسنیو  په مرسته خلک خپلې تحصیلي او نورې اړتیاوې پوره کولای شي، او د خلکو لپاره د سرگرمۍ او ساتېرۍ ښه وسیله ده.

په پرمختللو هېوادونو کې تقریبا اتیا سلنه چارې د همدې ټولنیزو رسنیو په مرسته پر مخ ځي. خو دې دومره اسانتیاو ترڅنگ د یو لړ ستونزو لامل هم شوې دي. مثلا، وخت ضایع کول، همدا ټولنیزې رسنۍ دي چې د خلکو وخت ضایع کوي، خصوصاً په افغانستان کې، ځکه دلته خلک د نړۍ د خلکو په پرتله ډېر اوگار دي، نو خپل ټول وخت په ټولنیزو رسنیو کې تېروي او د شاته پاتې کېدو سبب یې کېږې.

خلک خپل وخت په داسې شیانو تېروي چې ارزښت یې نه لري. مثلا د ټېک ټاکونو کتل، د غیرې اخلاقي فلم، وېډیو، او پوسټونو شیر کول، حتا تر دې چې نن سبا داسې گېم/لوبه کول چې د انسان په روح او روان ډېره ناوړه اغېزه لري. دا گېم/ لوبې د دې سبب کېدای شي. په دې لوبه له اخته کسانو څخه په راتلونکې کې لوی لوی غله، تښتوونکي، او نور بې لارې کسان جوړ شي.

په ځینې مقیده ټولنو  لکه افغانستان کې خو همدا ټولنیزې رسنۍ د خلکو د تباهۍ سبب شوې، ځکه دلته ټول خلک هڅه کوي چې ځان حکر کړي او  د خلکو  شخصي حریم ته د داخلېدو هڅه کوي، غواړي هغه څه ترلاسه کړي چې نه په دوی پورې اړوند دي او نه به  دوی ترې کومه گټه ترې لاسته راوړي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له تېرو څلوېښتو کلونو پکې جگړه روانه ده، د دې هېواد وگړي هم په جسمي او هم په روحي لحاظ له جګړو ستړي دي، خو داسې کسان شته چې له ټولنیزو رسنیو ناوړه گټه اخلي او داسې معلومات او خبرونه خپروي چې نه یې سرچینه معلومه وي او نه پرې څوک باور کوي، لکه نن سبا ځینې کسان د یوې کوچنۍ آوازې په اورېدو سره پر خپله فېسبوکپاڼه خبر خپروي چې په پلانکي ځای کې د درنکې چاودنې له امله ډېرو خلکو ته مرگ ژوبله واوښته او د خلکو روحي حالت نور هم خرابوي. حال داچې نه به کومه چاودنه شوې وي اونه کومه بله خبره.

حل لارې

ټولنیزې رسنۍ یو نړوال سازمان دی، نه یوازې په افغانستان، بلکې په نړۍ کې فعالیت کوي. نو موږ باید د دې نړیوال سازمان پر ارزښت پوه او ورڅخه هسې گټه پورته کړو چې هم مو د ځان او هم مو د ټولنې لپاره گټوره وي، لکه له داسې کسانو سره باید ملگري وکړو چې کوم معلومات چې خپروي سرچینه یې معلومه او خبرې یې د اعتبار وړ وي، له داسې پاڼو باید لیدنه وکړو چې زموږ د کلتور، فرهنگ او دین سره په ټکر کې نه وي، بلکې ورسره همغږې وي.

داسې ویډیوگانې باید وگورو، خپرې او خوښې کړو کړو چې زموږ دنیوي او آخري گټې پکې وي، نه دا چې زموږ د آخرت او دنیا لپاره راته غداب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب