چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeمقالېحب الوطن (هیواد پالنه) یعنې څه؟| فرهاد زهیر 

حب الوطن (هیواد پالنه) یعنې څه؟| فرهاد زهیر 

مشهور حدیث دی چې وايي: (حب الوطن من الایمان) وطندوستي د ایمان یوه برخه ده. حب په عربي ژبه کې مینې ته وايي او وطن ته زموږ په خوږه ژبه کې هیواد وايي. مینه د نړۍ تر ټولو خوندور او ښکلی احساس دی، چې هر شخص یې هر ځای کې محسوسولی شي. مینه له زړه له کومې  کیږي، مینه د په زور زیاتي نه کیږي. وطن یعنې  استوکنځای، زیږیدنځای او یا د خلکو یا لوی ولس لپاره د اوسیدو ځای، یا هغه ځای د یو انسان هیواد له هغه ځای څخه عبارت دی، چې هلته له پیړیو راهیسې ژوند کوي یا د یو انسان د طبیعي شتون ریښې په یو ځای کې پیاوړي وي، دې ته وطن وايي. اوس پوښتنه ده چې هیواد پالنه یعنې څه؟ هیواد پالنه يعنې وطن دوستي. هغه څوک چې د یو وطن سره تعلق لري او خپل وطن او خاورې ته وفادار وي یا په بل عبارت هغه احساس ته ویل کیږي چې خپل هیواد سره د مینې او درناوی په خاطر یو انسان سره پیدا کیږي. 

هر څوک هیواد پال نه شي کیدی تر څو چې  زغم، قرباني ورکول او اخلاص وړتیا یې ځان کې نه وي پیدا کړي. هر هیواد پال باندې دا حق جوړیږي چې تل د خپل هیواد د ارزښتونو خیال وساتي لکه: هغه که د یو هیواد تاریخ، کلتور، د خپل وطن مختلفې ژبې، دین او مذهبونه دي. 

څرنګه چې یو باغ په ونو، بوټو او ګلانو ښایسته ښکاري، همداسې یو وطن هم په مختلفو خلکو ښکلی ښکاري که هغه د هر قوم او د مذهب پورې تړلي وي. که څوک یو هیواد پال وي د هیڅ له  لحاظه که هغه یې قوم دی یا نژاد دی… د نورو څخه ځان بهتر و نه ګڼي. زموږ ولسمشر غني دغه شعار ته که د عمل جامه ور واغوندل شي، چې یو افغان د بل افغان نه کم نه دی، او نه یو افغان د بل افغان نه زیات نه دی، نو د ټولو هیوادپالو لپاره یو تش ملي شعار تر څنګ یو ښه درس هم دی. 

د وطن سره مینه د هر انسان خټه کې اغږل شوې خبره ده، هر انسان غواړي خپل ټاټوبي سره مینه ولري؛ خو غوره او بهتره هغه مینه ده چې د عمل بڼه اختیار کړي تر څو هیواد د پرمختګ، سوکالی او خوشالی باعث وګرځي. 

هر هیواد پال له پکار دي چې تل د خپل وطن د ملي ګټو ته پام وکړي، او لومړیتوب ورکړی. نن پاکستان ولې جوړ دی او افغانستان ولې در په در خاورې په سره دی؟ د پاکستانیانو ملا دی که امي، ځوان دی که زوړ، ښځه ده او که سړی حتا په ښوونځیو کې  ماشومانو ته تل وايي: سب سې پهلا پاکستان، که هغوي داسې احساس د خپل وطن او خاورې لپاره لري، موږ افغانان ولې افغانستان ته د هر څه نه مخکې لومړیتوب ور نه کړو؟ 

وايي کوم امریکايي هندوستان ته په سیاحت راغلی و. کوم ګل یې خوښ شوی و، او غوښتل ځان سره یې امریکا ته ویسي. باغوان ته يې وویل، دا ګل د ګلدان سره په څو دی؟ هغه ورته وویل، تاسو ته يې د ګلدان نه بغیر در کوم او ګلدان سره یې ځکه نه درکوم، چې د خپل وطن خاور پلورل  ملي خاین او غدار دی. یو هندوستانۍ چې په خپله خاوره دومره غیرت کوي، د یو افغان بیا د یو مسلمان په صفت موږ ولې په خپل خاوره غیرت و نه کړو؟ 

ولې افغانستان کې د چا سره د وطن دوستۍ احساس نشته؟

دا ډیره مهمه پوښتنه ده، چې دلته د هیوادپالنې احساس په نشت برابر دی. زموږ وطن کې ډیر خلک ډوډۍ په ښي لاس خوري، د ډوډۍ نه مخکې بسم الله پرې وايي یا که پینځه وخته لمونځ کوي ځکه د دې په اړه کورونو، جوماتونو، ښوونځیو او پوهنتونو کې یې ارزښتونه د دین له نظره بار بار بیانیږي، خو په تاسف سره ووایم، د وطن پالنې درس نه دلته کورو کې شته، نه ښونځیو او نه جوماتونو کې ځکه خو وطن هیڅ ارزښت د چا لپار نه لري. 

زموږ ډیر خلک شکایت کوي چې حکومت موږ ته څه راکړي؟ یا وطن موږ ته څه راکړي؟ خو هیڅ کله په دې سوچ نه کوي، ما د یو هیواد وال په صفت خپل هیواد ته څه کړي او څه باید وکړم. د نړۍ هر هیواد چې سوکاله، خوشاله او پرمختللی دی، د هغې تر شا د ملت نه ستړی کیدونکي هلې ځلې دي او قرباني ده.  

د یو افغان په صفت که نور څه نه شې کولای په يو ښوونځي کې د رضا کار ښوونکي په صفت درس ورکړئ؛ یا هر کال پسرلي کې یوه ونه د خپل وطن په خاطر کینوئ؛ یا د یو یتیم روزنې مسولیت په غاړه واخلئ او همداسې نور ډیر کارونه دي، چې د دې په مرسته هم کولای شې وطن د پرمختګ په لورې بوځئ او هم کولای شې خپل حکومت سره مرسته وکړئ.  

په اخره کې غواړم دې لیکنې ته په لاندې لنډۍ د پای ټکی کیږدم: 

وطن مې تن تن مې وطن دی 

تر څو چې یم د تن په وینو به یې ساتم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی