سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهله افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر پنځوس سلنه بشپړ شوی

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر پنځوس سلنه بشپړ شوی

تاند ( سې شنبه، د جوزا ۱۸ مه)  د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ تازه رسنیو ته ویلي چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو بهیر پر مخ روان دی او دوی بریالي شوي چې دغه بهیر تر پنځوس سلنې بشپړ کړي.

سرچینې ویلي چې دمګړۍ سلګونه عسکر او نظامي تجهیزات له افغانستانه ایستل شوي او ددوی د اټکل له مخې دغه بهیر تر پنځوس سلنې بشپړ شوی.

د سرچینې په وینا، په دې توګه دوی تر ټاکلې نېټې خپل ټول سرتېري له افغانستانه ایستلی شي.

د امریکایي پوځ مرکزي قومندانۍ یو ځل بیا ویلي چې دوی له افغانستان سره مرستو ته ادامه ورکوي، د جګړو د ختمېدو ملاتړي دي او پر طالبانو او افغان حکومت یې غږ کړی چې د سولې مذاکرات بیا ځلې پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته، د بریتانیا دفاع وزیر هم تېره ورځ ویلي چې هېواد یې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۳۱ میلیارد ډالر لګولي دي.

د بریټانیا دفاع وزیر جیمز سټیفن هپسي ویلي، په پام کې لري چې په راتلونکې میلادي میاشت کې خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب