جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeمقالېکورونا; رواني او اقتصادي ستونزې =

کورونا; رواني او اقتصادي ستونزې =

احسان الله مومند||

کورونا ويروس لومړی ځل د چین په اوهان ښار کې په خورا چټکي او ويرنکي ډول خپور شو.

په ډېره کمه موده کې د نړۍ نورو هېوادونو ته ورسېد چې له امله يې په ګرده نړۍ کې د اقتصادي او رواني ستونزو تر څنګ د ډېرو وګړو ژوند واخیست.
 د سی اين این په حواله د ياد ويروس له امله يووازی په امريکا متحده ايالت کې تر پنځو لکو زياتو انسانانو ژوند واخیست.
همداشان دې ويروس د نړۍ نور ځبر ځواک هېوادونه لکه روس. جرمني او … د درندو ځاني زيانونو تر څنګ له مالي رواني پلوه هم وځپل. خو رواني او اقتصادي زيانونو يې ګرده نړۍ زیانمنه کړه.
چې تاثیرات اوس هم له وريا معلمېږي. دې تاثیراتو د نړۍ په بې وزله هېوادوو ډېر منفي تاثیرات وکړل چې د فقر کرښه نوره هم ټيټه شوه چې ستر لاملوونه يې بې کاري او په کار پاته کېدل و.
ياد منفي تاثیرات بیا تر ټولو په هغو هېوادنو کې ډېر وو او دي چې  په جګړو کې ښکېل دي او ښکېل  وو لکه سوریه او افغانستان . چې له امله يې نه يووازي د جګو دوام دی بلکې د شوکو زياتېدل . د فساد ډېرېدل حتی تر دې چې د رسنيو په حواله د لسو   مصنوعي اکسجېجن ماشینونه يې په پاکستان خرڅ کړل په داسې حال کې چې داسې ماشينونه په ورته وخت کې د ژوند په معنی دی.
په اصل کې رواني ناروغي اکثر وخت باید له دوا پرته تداوي شي بلکه داسې ناروغانو ته ډاډ ورکړل شي چې الله جل جلاله شته هر څه به سم شي. يا ورته ووېل شي چې شي چې که کوم مرض در ته ليکل شوي نه وي نه مو نيسي. . ځکه که خبره ټوله په ساري ور وټړو بيا ولې دا بې وسه پوډريان نه پرې اخته کېږي چې حتی وټامین سي نه پیژني خوراک خو يې لا پرېږده.  دا په داسې حال کې چې په سلهاوو شرابيان يې نيولي دي حتی دوه ځلې.
  دويمه خبره د نظافت دی چې بايد مراعت شي. ځکه پاکي د ايمان جز دی د پاکۍ په هکله په شرعیت اسلام کې ډېر تایید شوی ډی چې عمل پرې کول هم ثواب دی هم خرما.
پاته شوه د اقتصاد او يا هم د وټې خبرې چې تر ډېره جارواکیو مسوولیت دی . خو بيا وايي چې ته حرکت وکړه زه به برکت وکړم يا هو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب