Homeخبرونهسعودي عربستان د حج په مراسمو کې بهرنیانو ته د ګډون زمینه...

سعودي عربستان د حج په مراسمو کې بهرنیانو ته د ګډون زمینه برابروي

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۰ ) راپورونه وایي، تمه کیږي چې د سعودي عربستان حکومت به د حج په مراسمو کې بهرنیو وګړو ته د ګډون لپاره زمینه برابره کړي.

سعودي رسنیو ویلي چې د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې د کورونا په دې سختو شرایطو کې د بهرنیو هېوادونو وګړو ته د حج په مراسمو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

سرچېنې وایي، د کورونا وبا له کبله به سږ کال د حج مراسم ترسره شي خو زیاتوي چې دغه مراسم به په ځانګړو شرایطو کې ترسره کېږي.

د معلوماتو له مخې، سعودي چارواکو ویلي چې دغه شرایط به وروسته اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د کورونا وبا د خپرېدو له امله د حج مراسم په خورا محدودیت کې یوازې د سعودي عربستان د کم شمېر وګړو له ګډون ترسره شول.

خو دا چې په راتلونکو مراسمو کې به خلکو ته په کومو شرایطو د ګډون اجازه ورکول کېږي سعودي عربستان یې وروسته په اړه د معلوماتو ورکولو خبره کړې ده.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې ښایي سعودي سږ کال هم د کورونا وبا د شدت له کبله بهرنیو وګړو ته د حج ورکولو اجازه ورنه کړي.

سعودي عربستان تېر کال هم د کورونا وایرس د خپرېدو په خاطر بهرنیو زیارت کوونکو ته د حج د مراسمو اجازه ورنه کړه.

حج د سعودي عربستان د عایدو یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي او له همدې کبله دا هیواد غواړي چې سږ کال بهرنیو زیارتوالو ته د حج ادا کولو اجازه ورکړي؛ خو په وروستیو کې د کورونا وبا نوې څپې د سعودي عربستان په شمول د سیمې ګڼ هیوادونه سخت اندېښمن کړي دي.

د معلوماتو له مخې، د کورونا وبا تر خپرېدو مخکې هر کال سعودي عربستان ته د  کال دوه نیم ملیونه زیارتوال د حج لپاره تلل چې له دې درکه سعودي د کال ۱۲ ملیارد ډالره ګټه کوله.

د حج د عوایدو پر کمېدو سربېره په نړۍ کې د تېلو د بیې ټیټېدو هم د سعودي عربستان پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...