جمعه, مې 10, 2024
Homeروغتیاپه اوسنی حالت کې د بندیزونو نرمول او یا له منځه وړل...

په اوسنی حالت کې د بندیزونو نرمول او یا له منځه وړل سم کاردی؟  

دوکتور وریښمین سباوون، ایم ډی، پی ایچ ډی، ایپیدیمیولوجست

زما په اند د پورته پوښتنی ځواب منفی دی یعني  کویډ-۱۹ د کنترول پروګرام په سمه لاره روان نه دی. تفصیل یی په لاندې ډول دی

د قرنطین او ګرزبندیزونو تنفیذ او یا له منځه وړنه باید د ایپیدیمیولوجیکو او علمی معلوماتو پر اساس او ټولنیز وضعیت ته په کتو ترسره شی

د ایپیدیمیولوجی د علم په اساس یوه نوې میکروبي ناروغي هغه وخت خپریږي چې R0 یا بنسټیز تګثزی نمبر له یوه څخه لوی وي (۱< R0)، یعنی یو منتن شخص ناروغی له یوه څخه ډیرو ته لیږدوی. د سارس کورونا وایرس-۲ څیړنی ښیی چې یو تن په اوسط ډول ۲،۶ تنه یعنی ۳ تنه منتنوی . د ناروغی خپراوی هغه وخت له منځه ځی چې R0 له یوه څخه کم شی یعنی په اوسط ډول یو تن له یوه څخه کم په ناروغی اخته کړی. R0 په مختلفو ملکونو کی مختلف وی څکه د نفوسو تراکم او ټولنیز فکتورونه پری هم تاثیر لری. زما په اند په افغانستان کی د لویو کورنیو شتون او د خلکو بی بندوباری او روغتیایی لارښوونو ته نه اعتنا هغه لاملونه دی چې ممکن R0 زمونږ په هیواد کی له ۳ څخه هم لوړی وی. تردی دمه ، زما د معلوماتو په اساس د عامی روغتیا وزارت د R0 په هکله کوم راپور هم خپور کړی نه دی.  له بل پلوه ناروغی د اوج پر لوری روانه ده هره ورځ یو تر بلی ډیری نوی پیښی رامنځته کیږی. په داسی حالاتو کی د بندیزونو نرمونه د کورونا وایرس سرایت نور هم تیزوی او ممکن په نږدی راتلونکی یعنی له کوچنی اختر وروسته نوی پیښی څو چنده زیاتی او پیک یا اوج ته ورسیږی. د پیښو له زیاتوالی سره د کویډ-۱۹ ناروغی له امله د مړینو شمیر هم ممکن ډیر زیات شی.

وړاندیز:

د افغانستان دولت باید پر خپلو تصمیمونو له سره غور وکړی داسی لاره خپله کړی چې نه سیخ وسوزی او نه کباب. بندیزونه باید په یو دم له منځه یونسی او هم له کوچنی اختر نه وړاندی په بازارو کی بیروبار کنترول کړی اوهم د اخترونو د لمانځنی مراسم او کورونو ته تګ راتګ کنترول کړی. که اوسنی حالت دوام وکړی او د اخترونو د لمانځنی مراسم او خوزښتونه کنترول نه شی، ممکن د ډیرو هیوادوالو د مړینی سبب شی. دولت باید د روغتیایی خدمتونو ترڅنګ د مړو تکفین او تجهیز تنظیم او اداری لوجستیکی اړخونو باندی هم فکر وکړی.

نوټ: پټه دی پاتی نه شی چې د بندیزونو له منڅه وړنه ممکن ټولنیز معافیت په رامنڅته کیدو کی مرسته وکړی، خو له بده مرغه ډیر وخت ته اړتیا ده چې ټولنیز معافیت رامنځته شی. د ټولنیز معافیت د تولید انتظار به د افغانانو څټه وباسی یعنی  د اوږدی مودی له تیریدو او ډیرو مړینو څخه وروسته ممکن رامنځته شی، نوځکه په اوس مهال کی مناسبی ټولنیزی او روغتیایی مداخلی دواړه اړینی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب