یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد هند او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه د پاکستان د...

د هند او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه د پاکستان د سفیر محتاطې څرګندونې

تاند(شنبه، د ثور۲۷) په واشنګټن کې د پاکستان سفیر وايي، که هند احساس کوي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته کوي له طالبانو سره دې خبرې وکړي.

د پاکستان سفیر اسدخان نن (شنبه) له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې «ایا پاکستان له دې سره موافق دی چې هند له طالبانو سره خبرې وکړي؟» وویل «که هند احساس کوي چې د سولې په پروسه کې د دوی ګډون مرسته کوي، موږ یې په اړه قضاوت نه کوو، دا په موږ پورې اړه نه لري چې ووایو دوی باید څه وکړي یا څه ونه کړي.»

ده په دې اړه له څه ویلو دډه وکړه چې ایا اسلام اباد له طالبانو سره د نوي ډیلي له خبرو سره موافق دی او یا اسلام اباد غواړی چې هند له طالبانو سره خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد، چې اوس په افغانستان کې له سختو نیوکو سره مخامخ دی، د هندوستان (هندو) ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلی و چې پکار ده هند له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

اسد خان د خلیلزاد د دې خبرې په اړه ویل «دا په هند پورې اړه لري چې په هکله ځوب ووايي.»

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر وویل، هیله لري چې ژر له خلیلزاد سره وویني.

په همدې حال کې زلمي خلیل‌زاد ویلي چې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د پيل لپاره د یوې نېټې پر ټاکلو بحث روان دی.

خلیل‌زاد ویلي، دا به ډېره ښه وي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې په داسې وخت کې پيل شي چې لا زیات شمېر امریکايي ځواکونه په افغانستان کې دي.

هغه دا خبرې پرون د مې په ۱۵مه، پر وېډیو کنفرانس خبریالانو ته کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب