Homeخبرونههره ورځ ۳ سوه کانتینرونه له چاه بهاره افغانستان ته د هند...

هره ورځ ۳ سوه کانتینرونه له چاه بهاره افغانستان ته د هند مرسته رسوي

تاند(شنبه، د ثور۲۷) د افغانستان لپاره د هند د غنمو زرګونه ټنه مرسته نن له چاه بهار بندر څخه په ۳۰۰ کانتینرونو کې د زرنج په لور روانه شوه.

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت یوه چارواکي جلال الدین قادري وویل، د افغانستان لپاره د هند ۷۵ زره ټنه غنم د چاه بهار بندر ته رارسېدلي دي.

د قادري په وینا د ورځې ۹۰ کانتینرونه له چاه بهار بندر څخه افغانستان ته د هند د غنمو مرسته رسوي.

د هند د مرستې لومړۍ جوپه د روانې مې په دیارلسمه نېټه چاه بهار بندر ته رارسېدلې وه.

قادري وايي چې په ۱۲ ورځو کې افغانستان ته ۵ زره ټنه غنم رسول کېږي.

هند وروسته له دې چې کورونا وایرس په افغانستان کې خپاره شول، له افغانستان سره لږترلږه د ۱۰ زره ټنه غنمو مرسته اعلان کړه.

دې هیواد په تېرو ۱۹ کلونو کې له افغانستان سره د څه باندې ۴ ملیارد ډالرو مرسته کړې ده.

د هند مرستې به له چاه بهار بندر څخه هرات، کندهار، کابل او بلخ ولایتونو ته ولېږدول شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...