شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونظالم مې هم وهي هم مې ژړا ته نه پرېږدي

ظالم مې هم وهي هم مې ژړا ته نه پرېږدي

وروره تا څه ویل تا څه ولېدل؟

دا څوک پراته و په دې لویه لاره؟

یه لالا جانه نور مې مه کړوه

یو لوی ټکر و د سړک له پاسه

مړي حوار ه واره شیندلي وو چا

خو بېدردي مې ولېده هره خوا

سپرلیو غاړې کړې کږې بهر ته

موټروان برېک شو خو سم برېک هم نه شو

د مار په شان کوږ وږ روان و وروره

د مړو مینځ مینځ کې یې لار ووېستله

چې مړي خدای مه کوه ژوبل نشي

بېرته پاخه سړک ته پاس وختل

وروره په شګو وینو لار کوله

څو پښې لاسونه هره خوا پراته وو

یوه ببره کوپړۍ لرې پرته

نه چا ږمنځ کړه نه چا مچې کړله

سم د قصاب دوکان کې ځوړند غوښې

او دلته هلته پرې مچان بڼېدل

د سپرلو بیړه د سفر خوا ته وه

وروره هېچا لاس په دعا جګ نه کړ

یره ارمان که مې دا ویر بدل کړای

خو چې په هر قسم یې وشاربمه

په ویرنامه کې بدلون نشی راتلای

د بنیادم د هغه ژوند سندره

چې اخیستل شوی دې ظالم ټکر کې

روح ترې بېغمه خپل ما لک ته ستون شو

ما یې له ورایه واویلا اورېده

خو دې سپرلیو ورته رډ رډ کتلۍ

نه په دعا ورته لاسونه جګ شول

نه چا خواخوږو کلیمه تېره کړه.

د امریکايي کلیلوال شاعر همدا شعر مې په کراړه پښتو وژباړه خو دا برخه یې په زړه پورې ده: (۱)

څلوېښت کاله اګاهو مې دا ولسي سندره هغه وخت اورېدلې وه چې زه امریکا کې محصل وم. یوه بنګالي همټولګي مې هغه د ټاګور د سندرو په وزم ویله چې د امریکایانو ډېره خوښېده. هغه وخت ځوانانو د ویتنام د جګړې ضد تحریک روان کړی و. هره خوا لاریونونه او مظاهرې وې. د طغیان کالونه وو. د پوهنتون زیاترو ژڼو او پېغلو له ښاري ژوند نه کلیوالي ساده ژوند ته هڅه کوله. داسې سندرې باب وې چې د محافظه کارو او زوړفکره سپین پوستانو نه خوښېدلې. د هيپی، بيت جنرېشن او څڼیورو پېر و.

I do believe that we shall overcome some day

Oh lord kumbaya

اوس به یې بل مناسبت هم یاد کړم: تېره اونۍ هالینډی څارنوال د افغانستان د کمونستانو د لاس شهیدان لست کړل. ما هم د پنځوزرو شهیدانو په دې بهیرکې د خپلو دوو عزیزانو نومونه صحي کړل. خو چې دا موضوع مې فېسبوک کې د یارانو سره رابرسېره کړه په ډېرو شکمنو نظرونو واوښتم. زیاترو طالبان یاد کړل چې ویل یې، تر خلقیانو زیات یې وژلي او لا یې وژني، ځینو ټلواله او د دشت لیلي شهیدان یاد کړل، ځینو امریکایان. یوه یار خو زه په امریکایت تورن کړم، بېدو د کمونستانو د وخت یې زما د خوریونو او ورېرونو دا تور تکرار کړ چې «زموږ کاکا، ماما امپریالست او د سي آی اې ایجنټ دی» دا زما په ژوند لیک، (و، نه و، یو شپون و) کې په تفصیل راغلي.

زما استدلال د ا و چې د دې او دغسې ټولو نورو قتلونو لست باید خپور شي. بل یار استدلال کاوه چې اکثر دغه د لست مقتولان که ژوندي هم وای اوس به پخپل مرګ مړه وای. ما ورته ویل چې د هغې درک نه لګېږي چې ژوندي به و که مړه او فرق هم نه کوي. د هالیند د لست ورکوونکی هم مړ دی. نو څه؟ لوی سوال دا دی ولې تره کیه؟ ولې امینه، ولې نجیبه؟ ولې دو ستمه؟ ولې ټلوالو؟ ولې طالبانو؟ ….؟ په څه ګناه دې مړه کړل؟ دې خلکو ته خو ژوند تا نه و ورکړی او نه مو د هغې د اخستلوحق در لود.؟؟؟؟؟؟؟

————————————-

(1)

I saw a crash on the highway

I didn’t see nobody pray!

Oh brother!, I didn’t see nobody pray!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب