جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمشرانو جرګه: د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی د زغملو نه دی

مشرانو جرګه: د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی د زغملو نه دی

تاند ( یکشنبه، د ثور ۱۲)  د مشرانو جرګې غړي وایي، دې وروستیو کې وسلوالو طالبانو یو ځل بیا تاوتریخوالي ته زور ورکړی چې د زغملو وړ نه دی.

د مشرانو جرګې ګڼو غړو په نننۍ غونډه کې د خبرو پر مهال په هېواد کې وروستی تاوتریخوالی وغانده او طالبان یې تورن کړل چې ګواکې په بېلا بېلو پلمو هڅه کوي جګړې ته دوام ورکړي.

دوی وویل چې وسلوالو طالبانو بیا ځلې په هېواد کې تاوتریخوالي ته زور ورکړی او دا چاره باید ودرول شي.

سناتورانو په لوګر کې وروستی موټربم برید هم په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې دغه ډول بریدونه په هېواد کې د جګړو د دوام او تاوتریخوالي د ډېرېدو سبب ګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوحې د تړون پر بنسټ ټاکل شوې وه چې د مې په لومړۍ نېټه ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، خو سرچینې وایي بهرنیو سرتېرو اوس تازه له افغانستانه وتل پيل کړي دي.

طالبانو بیا هغه مهال خبرداری ورکړی و، چې که بهرني ځواکونه له افغانستان و نه وځي نو دوی به یې پر وړاندې جګړه شدیده کړي.

ورته مهال راپورونه وایي، چې امریکايي ځواکونو تېره ورځ مازیګر د یوه هوايي برید په پایله کې هغه توغندي په نښه کړي چې پر کندهار هوايي ډګر د توغول کېدو لپاره چمتو شوي وو.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان، کندهار کې د احمدشاه بابا پرهوایي ډګر له برید وروسته،خبر داری ورکړی چې پر امریکایي ځواکونو هر ډول برید لویه تیروتنه ده.

جنرال سکاټ میلر په یوه پیغام کې ویلي، تاوتریخوالي ته مخه کول تیروتنه ده او ایتلافي ځواکونو د بریدونو د مخنیوي او له ځان څخه د دفاع لپاره هر ډول وسایل او امکانات په واک کې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب