جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهباور څه شی دی

باور څه شی دی

لیکنه او ژباړه: محمداغا ډاډمن

باور څه شی دی!

باور څه شی دی او څه ډول رامنځته کېږي!

باور څه شی دی او څنګه رامنځته کېږي؟ دغه یوه پوښتنه ده چې هر څوک یې له ځانه کوي، په دې مقاله کې هڅه کوم چې په لومړیو کې واضح کړم چې باور څه شی دی او څه ډول رامنځته کېږي! تاسې به د دې مقالې د مطالعې وروسته په دې وپوهیږۍ چې باور څه شی دی او د باورونو د منځته راتګ بڼو او شکلونو سره به بلدیت پیدا کړئ!

باور څه شی دی؟ او یو باور په کومه بڼه منځته راځي؟

په ریښتیا باور څه شی دی؟ ولې نن ورځو  د بارو موضوع د اهمیت وړ موضوع ده؟ نو نن سبا انټرنیټي سایټونه او

محمداغا ډاډمن

کتابونه په توافق دې ته رسیږي، چې باور زموږ په ژوند کې مهم رول لري، نو دلته پوښتنه کېږي، چې باورونه زموږ په ژوند کې څه نقش لري او په ریښتا زموږ باور زموږ ژوند د پام وړ اغیز لري؟ په واقعي توګه ځنې خلک په دې نه پوهیږي چې باور څه شی دی، او عقیده لري چې په هیڅ ډول تغیر او بدلون نه کوي، نو په دې برخه کې اړینه ده، چې زه په دې خبره وکړم چې باور څه شی دی او څه ډول رامنځته کېږي!

که چیرته د خپل ځان څخه وپوشتو چې باور څه شی دی، باور په لغت کې د یوه شخص یا شي په اړه د انسان ایمان او عقدې ته وايي. او په د ارواپوهنې په اصطلاح کې باور هغه فکر دی، چې موږ سره ډیر تکرار شوی وي او د بیا بیا تکرار په وخت موږ توجه هم ورته وي په باور بدلیږي،   زه په هغه وخت کې چې په بشپړه توګه د ځنې شیانو په اړه یقین او باور لرم، د بېلګې په توګه ویل کېږی چې په هېواد کې نوي فارغینو لپاره کار نشته نو د فراغت وروسته هر ځوان د کار هڅه نه کوي نو همدا خبره ده، نو د دې فکر بیا بیا تکرار د دې سبب کېږی، چې دوی ته کار نه پیدا کېږی ولې ځنې خلک شته چې په دې باور نه دي، دوی وايي چې د فراعت وروسته دوی ته کار شته؛ نو د فراغت وروسته یې د خوښې وړ کار ورته پیدا کېږي شک پرته دوی ته  د دوی د خوښې وړکار پیدا کېږي. نو په دقت سره ویلای شو چې هر څوک د خپل باور پایله ګوري.

یو بل مثال ځنې خلک په دې باور دی، چې د کابل ښار هوا ککړه ده، او د دوی باور دې حد ته رسیدلی د ناروغیو د رامنځته کېدو سبب یې کېږي، خو ځنې نور بیا دې موضوع ته خاصه پاملرنه نه لري او کله چې وخت پیدا کوي یا په ځانګړې توګه د رخصتیو په وخت د کابل د ځنې تپو، غونډیو او تفریحي ځایونو څخه د لیدنې په وخت پاکه هوا تنفس کوي، نه یواځې دا چې په ناروغیو نه اخته کېږي بلکې د دې پاکې هوا خوند اخلي.

هنری فورد وايي که فکر کوئ چې توانیږئ، نو توانیږئ او که فکر کوئ، چې نه توانیږئ نو بیا نه شئ توانیدلای، څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه،  همدا ستا باور دی، چې د یو فکر په بیا بیا تکرار سره منځته راځي، همدا ستا باور دی، چې توانیږي او که نه توانیږې.

باور څنګه رامنځته کېږي؟

په پورته مطالبو کې مې واضح کړل، چې باور څه شی دی اوس په دې اړه خبرې کوم چې باور څنګه منځته راځي!

د هغه وخته چې یو ماشوم نړۍ ته سترګې غړوي، له هماغه وخته باور رامنځته کېږي، د بېلګې په توګه مور او پلار یې هڅه کوي چې ماشوم ته د راتلونکی ژوند د ترسره کولو لپاره روزنه ورکړي، په داسې حال کې چې د ماشوم باور د همدې ځایه صورت نېسي، د مثال په توګه والدین یې وايي ګرمو شیانو ته لاس مه وروړه چې سوځوي دي، نو دا چې دا کلیمه بیا بیا د والدینو له خوا تکراریږي، ماشوم یو باور ته رسیږي، چې ګرمو شیانو ته یې لاس وروړل و سوځېدو سبب کېږي، نو یاد ماشوم بیا هیڅکله کرمو شیانو ته لاس نه نږدې کوي. نو په دې خاطر ماشوم په خپل پلار او مور باور پیدا کوي، چې ګوندې د دوی هره خبره او کړنه د د په نفعه ده، نو ویل کېږي چې د والدینو باور د ماشوم په ژوند کې د پام وړ رول لري، نو دې پایلې ته رسیږو که چېرته ماشوم په داسې یوه کورنۍ کې رشد وکړي چې په یوه او بل باندې مثبت باور ولري، نو د ماشوم په راتلونکي به د پام وړ اغېز ولري.

زموږ باور د کومه ځایه سرچینه اخلي؟

په اغلب ګمان د انسان باور د تیر وخت څخه سرچینه اخلي، فرض کړئ چې څوکاله وړاندې په یوه غونډه کې ناست وئ، او د خبرو کولو په حال کې وې، او د خبرو کولو په وخت دې څو ځلې ژبه ونښته یا دې اواز به دې وخت کې لږ ګډ وډ شو او یا لړه درباندې راغله، نو په دې وخت کې فکر کوئ چې په ځان دې اعتماد ښه نه دی، او تل هغه څه وایې چې په ناسته کې د خلکو د رشخند سبب شې، نو ته لږ لږ دې پایلې ته رسیږې چې په ځان باور او اعتماد دې ډیر کم دی او يه یوه ناسته کې نه توانیږې چې په راحت خبرې وکړې

او یا داسې فکر کوي، چې هغه خلک چې خدای ج ته نږدې دي غریب دی، او د مالدارې له اړخه په ټيټ پوړ خلکو کې راځی او شتمن خلک، مغرور خلک دي چې د خدای ج څخه لرې دي ، نو په دې وخت کې چې ته دا فکر کوي، نو دې پایلې ته رسیږې، چې که چیرته غواړې خدای ته نږدې شي نو باید شتمن نه شې، نو د شتمن کېدو هڅه نه کوې، نو دا یو فکر دې چې ته یې قبلوې او په باور دې بدلیږي.

نو اوس پوه شوئ چې باور څه شی دی! که په ټوله کې د باور په اړه جمبدي وکړو، نو باور د یو شخص، اشخاصو او شیانو په اړه ځانګړی فکر دی چې بیا بیا تکرار او د خاصې توجه وړ دې ګرځيدلی وي.

د ښوونځي او تحصیل دورې باور جوړیدنه!

وروسته له دې چې کورنۍ د انسان د باور جوړیدنې مهم ځای او مکان دی، چې د انسان د باور جوړیدنې سبب کېږی، ښوونځې او د تحصیل ځای په هماغه ډول چې مخکې مو یادونه وکړه ښوونځي د ماشوم دویم کور دی، نو کله چې ماشوم د کور څخه ښوونځي ته راځي نو دلته معلمین او د ښوونځي نور زده کوونکي د ماشوم په باور جوړونه کې د پام وړ رول لري

فرض کړئ چې ماشوم په لومړیو کې په ښوونځي کې ونه شو د ښوونکي پوښتنو ته جواب ووايی، نو د ټولګي په وړاندې معلم ورته ووايي چې ته یو تمبل ماشوم یې او نه شی کولای څه زده کړې، په راتلونکي کې به ونه شې کولای یو ښه مسلک وټاکې، نو زده کوونکې دې پایلې ته رسیږي او فکر کوي او باور کوي چې ریښتیا هم زده نه شم کولای څه زده کړم، نو دا بیا هیڅکله د زده کړې او مخته تګ هڅه نه کوي، او کله چې د ښوونځي او مکتب څخه فارغ هم شي نو ځان تمبل احساسوي او فکر کوي چې زه نه شم کولای په دنده وګمارل شم او یا به نده ترسره کړم

نو اوس خو په تر ډیره بریده پوهیدلي یئ چې باور څه شی دی! هما باور دی، چې تاته پرمختګ درکوي او بیا برعکس ستا منفي باور تا له پرمختګ وروسته کوي!

د انسان د باور ډولونه

انسانان بېلابېل باورونه لري، چې دا په څو ډلونو ویشل شوي:

مثبت او انرژي وروکونکی باور

په ټوله کې باور چې انسان ته انرژي ورکوي او د پرمختګ سبب یې کېږي، هغه دا ده چې انسان ځانته هدف وټاکي او په خپل هدف باندې تمرکز وکړي مثبت باور دی

انسانان چې دا ډول باور لري مطمین دي، چې په هر ډول به ځان هدف ته رسوي او هیله مند وي چې یوه ورځ به خپل هدف ته رسیږي، نو د د نوموړي شخص قوي باور دی چې دا د خپل هدف په طرف هڅوي، او دا هڅونه بې یې د دې سبب کیږي چې ترلاسه یې کړي، نو اوس به پوه شوي یو چې مثبت باور څه شی دی، ورپسې منفي باور یا هغه باور چې انسان د مخته تګ او پرمختګ ژغوري خبرې کوو!

منفي باور

ځنې خلک شته چې تل منفي باور لري او منفي فکر کوي، چې وايي دا کار کېدونکی نه دی، له دې ځوی مې څه نه جوړیږي یا دا ماشین زما کار نه شي کولای، نو دا هغه خلک دي چې خپله خو مثبت حرکت نه کوي بلکې د نورو د پرمختګ مخنېوی هم کوي، ځکه که یو څوک د یوه کار لپاره ډیره قوي اراده هم ولري خو که ته ورته په مکرر ډول ووايي چې دا کار ناشونی دی، نو د هغه کس باور هم کمیږي او د هغه د مخته تګ مخه هم نېول کېږي.

د بېلګې په توګه یو شخص غواړي، د جلال اباد په ښار کې د اوبو تصفیه کولو یوه فابریکه جوړه کړي، او اساسي موخه یې دا وي چې د یوه اړخه به خلکو ته پاکې اوبه ورسوي، خلک به له ناروغیو وژغوري او د بله اړخه به له دې لارې ګټه وکړي او پېسې به لاسته راوړي، دا شخص ځي په دې برخه کې یو څه خلکو سره مشوره کوي، د دې په ځای چې خلک د دې سړي خبره تقویه کړي او په مثبت باور یې ورته بدله کړي، خو هغه خلکو سره مخ کېږي، چې په ژوند کې د منفي باور ښکار وي، ورته وايي، چې د جلال اباد خلک غریب دي په اوبو پېسې نه شي ورکولای او بله دا دوی سره دا فکر او احساس هم نشته چې پاکې اوبه د دوی روغتیا ته ګټه لري؛ که چېرته په دې برخه کې سرمایه ګزاري وکړي تاوان سره به مخ شي او هدف ته به هم ونه رسیږي.

د محدودونکو او منفي باورونو پېژندنه!

  •  د موفقت څخه د ویرې باور

دا په دې تمرکز کوي، چې مخکې مو هم ورته ایشاره وکړه، دلته افراد ویریږي، چې بریالي به شي، کيدای شي په لومړیو کې ووایي ممکن نه دی چې بریالی شم، دا داسې نه ده بلکې په واقعت کې دا خلک ویریږي، چې بریالي به شي او کنه.

  • د لیاقت نه لرلو باور

ځنې وګړي په دې پوهیږي چې دا کار ترسره کولای شي خو په ځان کې د دې کار لپاره لیاقت او توانايي نه ګوري، په دې وخت کې باندیني افراد دې کس ته موقع ورکړي ، چې ته کولای شی دا کار په سمه او ښه توګه ترسره کړې نو کیدای چې په ځان یې باور پیدا شي او منفي باور په مثبت بدل شي، خو هغه وخت چې ریښتیا یې هم ترسره کړي او وپوهیږي چې دا کار یې خپله کړي کنه دا کس دا فکر نه کوي چې دا دې لیاقت ولري چې نوموړی کار دې ترسره کړي او هیڅ کله یې د ترسره کولو هڅه هم نه کوي.

د بېلګې په توګه، که یو پنځوس کلن شخص چې په موټر چلولو نه پوهیږي، او دا باور لري چې په د کې د موټر چلولو لیاقت او توانايي نشته نو دغه کس بیا د موټر چلولو هڅه هم نه کوي، دلته اړینه ده، چې په چارو کې ورسره نور هم کاري وکړي او د یاد شخص باور په ځان پیدا کړي بیا به وکولای شي کارونه ترسره کړي

څنګه کولای شو خپل منفي باور تغیر کړو!

نو دلته پوښتنه دا ده، هغه باور چې د ماشوم توب څخه جوړ شوی، د تغیر وړ دی او کنه! دا چې تر دې مهاله وپوهیدو چې باور څه شی دی، او څنګه رامنځته کېږي، نو نوبت دې ته رسیدلی چې په دې هم پوه شو، چې باور چې د پخوا څخه جوړ شوی او د ستا د پرمختګ د مخنیوي سبب کېږی تغیر منونکی دی او کنه!

په جواب کې باید ووایو، هر وخت چې انسان وغواړي باور ته تغیر ورکړي ممکنه ده، نو دلته دا پوهیدل اړین او مهم دي، چې نوموړی شخص په دې پوه شي، چې دا په څه باوری دی اشتباه یې کړي، یانې باور یې منفي او نادرست دی، دې وخت کې کولای شي د ارادې په قوت خپل باور بدل او په راتلونکي کې ځانته اهداف وټاکي او دې اهدافو د لاسته راوړلو لپاره لارې چارې انتخاب او د لاسته راوړلو لپاره یې لاس په کار شي.

د بېلګې په توګه شیخ سعدي صیب تر څلویښت کلنۍ هیڅ تعلیم او زده کړه نه لرله، او تل یې منفي باور لرلو چې له دې وروسته د د مغز کار نه کوي او څه زده کولای شنه شي ، د ورځو څخه یوه ورځ په لاره روان دی، ګوري چې د یو لوړ ځای څخه په یوه توره تیږه یو یو څاڅکی اوبه راتویږي، او په هغه توره او کلکه تیګه کې کنده جوړه کړې، نو سعدي صیب ځان سره فکر وکړو که دې هم د ورځي یوه یوه کلیمه زده کړي یوه ورځ به راشي چې ډیر څه به یې زده وي، هماغه و چې په یو قوي عظم یې زده کړه پیل کړه، چې هماغه و باور یې بدل او په پای کې دې ته ورسیده چې د نړۍ په سطحه یو لوی عالم ترې جوړ شو

نو په پای کې به دا ووایم چې ته هغه یې چې خپله یې د ځان په اړه وايي، که ودې ویل چې زه توانا شخص یم نو یې او که ودې ویل چې نشم کولای نو بیا یې نه شي کولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب