جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهبایدڼ د بن لادن د مرګ په ورځ له افغانستانه د ځواکونو...

بایدڼ د بن لادن د مرګ په ورځ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو دفاع وکړه

تاند(یکشنبه، د ثور۱۲) د امریکا ولسمشر جو بایدن نن د مې په دوهمه، چې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو له لسم تلین سره برابره ده، وویل چې د بن لادن د وژل کېدو شېبه به هیڅکله هېره نه کړي.

ده په دې مناسبت په پیغام کې د سپټمبر پر یوولسمه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړه دفاع وکړه.

د سپینې ماڼۍ له لوري له خپور شوي بیان سره سم، بایډن ویلي«موږ بن لادن د دوژخ تر دروازو پورې ورساوه. موږ له هغو ټولو سره چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر یوولسمه یې خپل عزیران وبایلل، ژمنه کوو چې هغوی به هېر نه کړو چې ووژل شول، او د امریکا متحد ایالتونه به پر خپله خاروه د بلې هر ډول حملې د مخنیوي لپاره له هیڅ اقدامه ډډه ونه کړي.»

بایډن، چې د تېرې میاشتې په نیمايي کې یې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدا اعلان وکړ، د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما په دې وستایه چې د پاکستان د ایبټ اباد ښار د کاکول د پوځي چاوڼۍ په څنګ کې یې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژلو امر وکړ. ده د امریکا هغه ځانګړي ځواکونه ه م وستایل چې د بن لادن د وژلو په عملیاتو کې یې ګډون وکړ.

د امریکا ولسمشر وویل، القاعده کمزورې شوې ده او بیا به امریکا ته ګواښ پېښ نه کړي.

ده زیاته کړه«موږ به له افغانستانه خپلې خاورې ته هر ډول ګواښ وڅارو او له منځه به یې یوسو.ِ»

په همدې حال کې ګڼ شمېر پخوانیو او اوسنیو امریکايي چارواکو له افغانستانه د امریکايي پوخیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر بایډن له پرېکړې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې ممکن یو وار بیا ترهګر په دې هیواد کې ځانونه منظم کړي او پر امریکا برید وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب