جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بهرنیو سرتېرو وتل؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته...

د بهرنیو سرتېرو وتل؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راورسېد

تاند (پنجشنبه د حمل ۲۶) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یو ناڅاپي سفر کابل ته راورسېد.

راپورونه وايي، نوموړی له بروکسل څخه کابل ته رارسېدلی او په پام کې ده چې له ولسمشر اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره وګوري او دغه راز به یوې خبري غونډې ته وینا وکړي.

تر اوسه کابل ته د بلینکن د سفر نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله تازه اعلان کړې پرېکړه کې ویلي چې د سپټمبر تر یوولسمې به له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي او په دغه هېواد کې به خپله اوږده جګړه نوره پای ته ورسوي.

د بایډن دې پرېکړې ته افغان چارواکو په غبرګون کې ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د خپلې خاورې د ساتلو وړتیا لري او دا مهال ۹۶ سلنه عملیات په خپلواکه توګه ترسره کوي.

بلې خوا د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې یا سي ای اې ویلي چې له افغانستانه د ټولو سرتېرو اېستل به ستر خطرونه رامنځ ته کړي او په وینا یې چې د بایډن عجولانه پرېکړه سیمې او امریکا ته امنیتي خطرونه جوړولی شي.

د برنز په وینا، له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو اېستل به خطرناک اقدام وي او اړتیا ده چې په اړه یې فکر وشي.

له دې سره سم په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر الکساندر ویلي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي لامل د بهرنیو ځواکونو حضور نه بلکې د پاکستان نیابتي جګړه ده.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، د سرتېرو شتون یا نشتون په افغانستان کې هېڅ اغېز نه لري تر هغه چې پر پاکستان د نیابتي جګړې د ختمولو لپاره فشارونه ډېر نه شي.

الکساندر پخوا هم ویلي و چې د پاکستان استخباراتي اداره یا ای ایس ای په افغانستان کې د جګړې تر شا ده او هڅه کوي د سولې روانه پروسه ناکامه کړي.

هغه ټینګار کړی چې نړیوال باید پر پاکستان د نیابتي جګړو د پای ته رسولو او ترهګرو د ملاتړ په لپاره فشارونه ډېر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب