رحمت الله ابرار
تر ټولو لومړی به ځانونه پوه کړو چې کومه وېره ګټوره (مثبته) او کومه یې بې ګټې او منفي پایلې لري.
کټوره او مثبته وېره مو له ځینو سختو خطرونو ساتلای شي، مثلاً دا زړورتوب نه دی چې، یو څوک دې له مار، سیلاب، توفان، اور او داسې نورو شیانو وېره نه کوي، او ځان دې بې وېرې ښیي، که چیرې دا بې ځایه جراءت وکړو، نو ژوند به مو یقیناً لنډ وي او دلته بیا وېره تاسې ژغورلای شي، ولې هغه وېره چې پر تاسو منفي او ناوړه تاثیرات غورځولی شي، ګټوره نه بلکې هر پټ استعداد مو وژلی شي.
هو موږ وېره لرو او نسبتاً هر انسان یې لري، ځکه د هر نوي کار پیل کول یو ډول نا اشنايي لري، چې زیاته وېره له همدې پیدا کیږي او دا ډار ددې لامل کیږي چې د نوښتونو مخه مو ونیسي.
دا ویره یوه منفي خو ذهني پروسه ده، چې زموږ دغه لنډ او خوږ ژوند پر تنور بدلوي. رښتیا هم چې د زیاتره انسانانو ورځنی ژوند یې شاته تمبولی، د نړۍ تکړه لیکوالان، ویناوال او بریالي کسان هم له ورته وېرې کړېدلي او ترخې خاطرې ترې لري. که ووایو چې دا ډول وېره مو د نکامۍ او د یو بد ژوند اصلي سبب کیدای شي، نو مبالغه به مو نه وې کړي.
راځئ لومړی دا وپوښتو چې تاسې چې هر ځلې ویریدلي یئ او له کار کولو پښېمان او شاته شوي یئ، کومه ګټه یې درته رسیدلې ده؟
تاسې به اوس د ژوند په یو ارزښتمن پړاو کې یئ او دا به مو تجربه کړې وي چې د وېرې له وجې مو ډیرې ښې چارې نه دي ترسره کړي، ښه تصمیم مو له لاسه ور کړی، بدلون نه دی رامنځته شوی او پرختګ مو نه دی کړی. نو ښکاره ده چې ډیر زیان اوښتی دی او ښه فرصتونه مو له لاسه ور کړي دي، کومه ګټه مو هم نه ده خپله کړي، هماغه وېره مو هم پر ځای پاتې شوې ده، کموالی پکې نه دی لیدل شوی. داسې ډیر نور د ویرې عام مثالونه کیدای شي، د مثال په ډول:
زه نشم کولای چې دا کار وکړم، دا کار ډیر سخت دی، خلک به را پورې وخاندي، که بریالی نشوم، نو خلک به څه وایي، زه خو دومره پوهه نه لرم، دا کار زما له سویې ډیر لوړ دی، دا کار به څنګه کیږي؟
زه خو دومره پیاوړی نه یم، ستړی یم.
ورته ډیرې داسې د ویرې جملې شته چې زموږ ذهنونه یې کلابند کړي. که چیرې یو انسان رښتیني ازادي غواړي، بیا لازمه ده چې د دغې مرګونې کلابندۍ د ماتولو فکر وکړي او ژر دې ځان ترې خلاص کړي.
وېره یعنې له ژوند کولو ویرېدل، مصیبت او یو لوی ذهني فشار. ډیر وارې به مو له خلکو اورېدلي وي چې د جراءت د نه لرلو شکایت کوي. حقیقت دا دی چې دوی وېره لري او یوه ناروغي؛ ناروغي به ځکه ورته ووایو چې د ژوند خوند مو اخلي، په بې ځایه فکر کې مو اچوي، داسې چې یو دماغي فشار درسره ملګری کوي، آن له پرمختګ مو لرې ساتي، بریاوې در محدودوي، ژوند مو سختوي او د ناهیلیو سره مو لاس او ګریوان کوي. نو راځئ چې له دغې بدمرغې ناروغۍ ځانونه وژغورو، په کار، پریکړه، فکر او د ژوند په اهمه تصمیم نیونه کې ترې ونه ډار شو او پیل یې کړو. هغوی چې زړور دي د وېرې له لاسو ځان خلاصولای شي، بدلون تجربه کولای شی او د یو روڼ ژوند تمه یې ډیریدای شي.