سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهصالح: موقت حکومت  او د کودتا له لارې واک ته رسېدل په...

صالح: موقت حکومت  او د کودتا له لارې واک ته رسېدل په هېڅ صورت نه منو

تاند ( شنبه، د حمل ۲۱) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي په هېڅ ډول  به موقت حکومت او د کودتا له لارې واک ته رسېدل ونه مني.

هغه ویلي: « د سولې لپاره قربانۍ ته چمتو یو او نه غواړو خپله دوره بشپړه کړو، له وخت وړاندې ټاکنې کوو، خو موقت حکومت او د زور او کودتاه له لارې واک ته رسېدل نه منو.»

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د سولې لپاره باید سیمه ییز او نړیوال تضمینونه موجود وي.

امرلله صالح داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې بل لورته بیا تازه د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د واک له انتقال پرته د سولې ټینګښت او اوربند ناممکن وباله.

حکمتیار وايي له اوربند پرته نوي حکومت ته د واک انتقال ممکن نه دی او نه هم دا چاره عملي کېدلای شي.

نوموړی وايي، چې طالبان هم په دې شرط اوربند مني، چې نوي او همه شموله حکومت ته د واک ولېږدول شي او تضمین شي.

د حزب اسلامي مشر د سولې په اړه د حکومت اوسنۍ طرحه د بهرنیانو د فشار پایله بولي او وايي، چې په دې طرحه کې هم په لوی لاس مغالطه شوې ده او وايي په دې طرحه کې د سولې پروسې د تخریب او د جنګ د دوام هڅه شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب