سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+کوډګر ملایان | عبیدالله سهاک

کوډګر ملایان | عبیدالله سهاک

د پوهنتون استاد
د افغانستان ټولنیز ژوند زیاته برخه کلیو او بانډو تشکېل کړې. دلته له پلرونو او نیکونو راپاتې لرغوني او بد رواجونه لا هم په لویه کچه شته. ځینې عام خلک؛ په ځانګړې توګه ښځې او نالوستي کسان له عقیدوي حیثه په خرافاتو کې تر دې کچې ښکېل دي چې بعضې کړنې او عملونه یې د شریعت خلاف دي.
د تعویذګرو او تعویذ وېستونکو په اړه به حتمن مالومات لرۍ؟! دغه ډله کسان د تعویذګرو ملایانو په نوم یادېږي. دوی په ښارونو او کلیو کې استوګن وي، چې د ټولنې ډېری ناخبره ورونه او خویندې له دیني حیثه ورته باور لري. له تعویذګرو ملایانو سره زاړه کتابونه، مختلف رنګه قلمونه او داسې نور وسایل وي، چې پواسطه یې په ځان خلک راټول کړي وي. دغو ملایانو ته داسې کسان راځي، چې دوی نه دیني مالومات لري او نه هم بل داسې څوک لري، چې دوی ته د علاج یوه مشروع او سمه لار وښيي. د حیرانتیا وړ خبره خو لا دا ده، چې زیاتره مراجعین یې مجازي مینان وي! دوی له ملاجان څخه تعویذ په دې موخه غواړي، چې په مینه کې پاتې رانشي او یا پاتې راغلي وي. په تعویذګر ملا باندې د تعویذ تر څنګ خپل پال او بخت په دې موخه ګوري، چې کومه پېغله به یې د راتلونکي ژوند ملګرې وي؟! تعویذګر ملا ته داسې مېرمنې هم راځي، چې له خپل خاوند سره سم ژوند نه لري، دوی ملا ته د خپل خاوند جامې، خولۍ او یا هم بل څه راوړي؛ تر څو تعویذګر ملا داسې تعویذ ورته وکړي، چې له خاوند سره یې ژوند سم شي. عصبي، لاعلاجه ناروغۍ او په داسې نورو مختلفو ناروغیو اخته ناروغان د تعویذګر ملا نور مراجعین دي. داسې ملایان د شهرت موندلو په موخه د درملتونونو او یا نورو صحي مرکزونو په څېر لوحې نه لري؛ خو بیا هم دومره شهرت لري، چې له ډېرو لرو ځایونو څخه خلک ورته راځي. دوی له مکر، فرېب او ځانګړي هنر څخه په ګټې اخیستو سره د خلکو په فکرونو کې ځای موندلی.
تعویذګر ملا د خپل فرېب له هنر څخه په ګټې اخیستنې، له ناروغانو د هغوي مالي توان ته په کتو پیسې او یا هم نور سوغاتونه اخلي. دغه ډول ملایان نه کوم مذهبي کرامت لري او نه هم خدای ج دوی ته په نورو انسانانو برتري ورکړې. د اسلام د مبارک دین له حیثه داسې ملایانو ته ورتلونکي او یا هم خپله د دې ډول کارونو کوونکي خلک د کفر تر سرحده رسېږي.
د دوی د علاج مختلفې او حیرانوونکې طریقې دي، اکثره ملایان د سحر او جادو له لارې داسې کړنې تر سره کوي، چې د انسان فکر په مطلق ډول ترې عاجز شي؛ مثلا ووایي، چې دا تعویذ واخله او د زړې هدیرې په زاړه قبر کې یې کېږده! په دې سره به الله ج شفا درکړي، د دغه یوه تعویذ په بدل کې دوی له ناروغ څخه د یوه ښه چاغ پسه غوښتنه کوي. ویل کېږي، چې تعویذګر ملایان دا غوښتنه په دې موخه کوي، چې دوی د خپلې جادو د بریا له پاره پېریانو ته قرباني وکړي؟! او یا هم توره چرګه غواړي. باید یادونه وکړو، چې سوچه تعویذ؛ په کوم کې چې قرآني آیتونه لیکل شوي وي، باید له جادو او سحر سره مغالطه نشي، ځکه چې داسې تعویذونه مقدس او د روا والي دلیل یې په احادیثو ثابت شوی.
داسې ملایان د سحر او جادو په واسطه په خپل کار کې دومره رسېدلي، چې حتی خلکو ته په ضمانت تعویذونه کوي او د یوه تعویذ په بدل کې په زرهاوو پیسې ترې اخلي. بعضې وخت په ناروغ باندې د پرهېز په نوم محدودیتونه هم لګوي؛ لکه داسې، چې تر لسو ورځو پورې به له چا سره خبرې نه کوي. تر یو محدود وخت پورې به ځان له اوبو لرې ساتي، په خوړو کې به مالګه نه خوري. کله کله یې بیا ناروغ ته یو څه شی ورکړي وي؛ تر څو له خلکو پټ یې په خاورو کې ښخ کړي. داسې تعویذونه جوړوي، چې مربع شکله انځورنه یې پکې کښلي وي او هېڅوک یې په مانا نه پوهېږي. کله خو یې د شیطان او فرعون توري هم پکې لیکلي وي. بعضې وخت یې په یادو تعویذونو کې ستنې ټومبلې وي…
نو؛ ټولو مؤمنو ورونو او خویندو ته پکار ده، چې په داسې خرافاتو او ناوړو کړنو نه یوازې خپله باور ونکړي؛ بلکې د کورنۍ نور غړي هم ترې منع کړي. سحر او جادو په اسلام کې پّه صریحو دلایلو منع شوی، نو کوم کار چې د اسلام له مبارک دین سره مستقیم ټکر ولري، څنګه به ستاسو د ناروغیو درمان شي؟  څنګه به ستاسو ستونزې حل کړي؟

2 COMMENTS

  1. There is a concept called ” conditioning ” and the effect of it can be easily seen when a Hindustani little boy bring a very large Elephant under complete control or a Monkey dance to the command of the owner.

    Human can also be ” conditioned ” and in Afghanistan millions are mesmerized be specific personalities that we do not know who actually they are!

  2. قدر دانه راته ګرانه عالي شانه عبدالحلیم خان حکیمي صاحبه!

    له لیکني دي راځي بیان داسي چې له مغزه ماشاءالله بیخې تکړه یې، انګلیش لیکلو کې خو نام خدا نابغه یې!
    داسي معلومیږي چې په متن هم پوه شوی یې او د کومنټ شوق دي هم عملي کړی دی.
    نو څه دې ته مجبور کړې چې خپله مورنۍ ژبه و انګریزۍ ته کمه راولې او پردۍ پر خپله مورنۍ با حرمته او باعزته و ګڼې؟!
    که رښتیا هم په پښتو متن لیکلو کې ستونزه لرې، نو همدغه متن به دي و ګوګل ژباړي ته ور شیوه کړی و، کابو اتیا سلنه مرسته به یې در سره کړې وه، لږ به تاهم ځان ته تکلیف ور پیښ کړی و او بیا به دي کمنټ راته په پښتو خوندوره مورنۍ ژبه کښلی و. سر باندي خلاص شو صاحب من؟
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب