جمعه, مې 17, 2024
Homeکلتورد قابلګۍ اساسات کتاب چاپ شو

د قابلګۍ اساسات کتاب چاپ شو

ليکنه: ج.س
په پښتو ژبه د علمي کتابونو او اثارو نشتون په تعلیمي بهير کې له هغو لويو ستونزو څخه دی چې موږ ورسره مخامخ يو، په اړونده برخه کې يوه کوچنۍ هڅه هم ډېره ارزښت لري. د داسې هڅو په لړ کې تازه (د قابلګۍ اساسات) کتاب چاپ شو.

په پښتو ژبه کې د نورو برخو په نسبت د قابلګۍ د معياري کتابونو نشتون د محصلينو لپاره جدي سر خوږی دی، موږ هيله من يو چې د دې کتاب په چاپ سره به په اړونده برخه کې د يوه لوی بدلون د پيل زېری واورو، او ګوندي په دې ساحه کې هم سلګونه او زرګونه ټوکه کتابونه چاپ شي.

دا کتاب چې ډاکټر شفيقې صديقي ليکلی، مجاهد خپروندويه ټولنې په ۷۴ مخونو کې خپور کړی دی. د قابلګۍ اساسات د قابلګۍ څانګې د درسي کريکلوم سره سم د لومړي سمستر د محصلينو لپاره ليکل شوی. د متن ژبه يې ساده او په اسانۍ د پوهيدلو وړ ده او د دې ترڅنګ د ښه فهم لپاره په ځینو ځایونو کې عکسونه او جدولونه هم په ډېر ښه ډول ځای په ځای شوي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب