جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدیبورا لاینز د م.م امنیت شورا ته: د افغانانو ستونزو ته باید...

دیبورا لاینز د م.م امنیت شورا ته: د افغانانو ستونزو ته باید د پای ټکی کېږدو

تاند (چهارشنبه د حمل ۴) ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او وایي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی باید نور پای ته ورسول شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا سه شنبه ماښام په یوه مجازي ناسته کې د خبرو پر مهال وویل چې په افغانستان کې وضعیت تر پخوا خراب شوی دی او نږدې څلوېښت سلنه وګړي په کړکېچ کې ژوند کوي.

مېرمن لاینز په دې ویډیوي ناسته کې وویل، په افغانستان کې باید د سولې لپاره هڅې وشي او ټول تمرکز دې پر دې وي چې نور د افغانانو رنځ او درد ختم کړل شي.

نوموړې د دوحې د مذاکراتو په هکله وویل چې د افغانانو په ګډون د افغانستان نړیوال متحدین هم له دې بهیر ناخوښ او ناهیلي شوي دي ځکه نه یوازې دا چې جګړه یې کمه نه کړه بلکې په ډېرو برخو کې جګړې ډېرې شوې دي.

هغه همدا راز وایي چې افغانستان لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

دیبورا لاینز ټینګار وکړ چې د افغانستان وضعیت پر ټوله نړۍ اغېز لري نو له همدې امله ددې جدي اړتیا ده چې نړیوال له افغانستان سره د سولې او بشري مرستو په برخه کې همکارۍ ډېرې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې پر ملیکانو د هدفي بریدونو په هکله اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، « يوناما په روان کال کې تر دې مهاله دڅه باندې ۸۰ ملکيانو وژنه مستند کړې چې په دغه ډول بريدونو کې وژل شويدي.»

نوموړې وویل په وژل شویو کسانو کې خبریالان، مدني فعالان، د عدلي ادارو غړي، دیني عالمان او حکومتي چارواکي شامل دي.

1 COMMENT

  1. رب تعالی ج دي رحم وکړي.
    په خوږو خبرو حوشالیږو،کاش!!!
    د دي جنګ دا بدرنګه ملاتړي هم دا درک کړي.
    چې موږ څومره زوریدلی یو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب