یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهچارواکي وايي، لا هم د خوست ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري

چارواکي وايي، لا هم د خوست ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري

تاند (سه شنبه د حوت ۱۹) سره له دې چې په خوست کې د تېر یوه کال په موده کې د ۱۱۶ ښوونځیو لپاره لويې او وړې ودانۍ جوړې شوي، خو مسؤلین وايي چې لا هم په دې ولایت کې سل ښوونځي ودانۍ نه لري.

ددې ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د خوست څلوېښت سلنه زده کوونکي د زده کړو لپاره له مناسب چاپیریاله بې برخې پاتې شوي دي.

د خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان نن سه شنبه د لکڼو د سرحدي سیمې اړوند د سیرکیو بوړیو لیسې ته د نوې درې پوړیزې ودانۍ د پرانیستې پر مهال وویل، د ټول ولایت په ځانګړي ډول د ولسوالیو په کچه د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزې هم ښوونیز بهیر اغېزمن کړی دی.

د ښاغلي روښان په خبره، په تېرو وختونو کې ډیری غیر مسلکي ښوونکي په دندو ګمارل شوي، خو اوس د اداري اصلاحاتو د پروګرام په چوکاټ کې کوښښ کیږي، چې د مسلک سره سم ښوونکي جذب کړي.

د سیرکیو بوړیو په سرحدي سیمه کې د لېسې دغه نوې درې پوړیزه ودانۍ د هند په مالي مرسته چې ۲۱ نیم میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی اباده شوې ده.

ددې ودانۍ د جوړېدو چارې په یو نمی کال کې بشپړې شوې چې ۱۸ تدریسي خونې، کمپیوټرلب، لابراتوار او د څښاک د اوبو لپاره څاه لري، دغه راز ۶۸۸ متره چاردیوالي ورڅخه راتاو شوې ده.

ځايي فعالان او قومي مخور وايي، چې د دا ډول پروژو په پلي کېدو سره پر حکومت ولسي باور ډېرېږي او خلک له حکومت او نظام څخه ملاتړ کوي.

بله خوا د ښوونځي زده کوونکي هم ددې لیسې د نوې ودانۍ جوړولو ته خوشاله دي او وايي، هغه ستونزې چې یې پخوا درلودې اوس به تر ډېره حده راکمې شي.

د زده کوونکو په وینا چې پخوا يې درسي چاپیریال غیر منظم و، ځکه د ونو لاندې يې درسونه لوستل، خو اوس ورته د ښوونځي ښه ودانۍ جوړه شوه چې په ټولو اړینو وسایلو سمبال ده.

دوی وايي، حکومت دې هغو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې کړي چې زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

که څه هم د افغان ولسمشر په لارښوونه د اقراء برنامې په چوکاټ کې د هېواد په کچه ۶ زره ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړلو کارونه لا هم روان دي، خو ددې سره سره هم ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې له ښه ښوونیز چاپیریاله محروم دي، چې دې حالت د زده کړو پر کیفیت منفي اغېز کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب