سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهمسکو د افغانستان د سولې لپاره نړیوال کنفرانس جوړوي

مسکو د افغانستان د سولې لپاره نړیوال کنفرانس جوړوي

تاند (سه شنبه د حوت ۱۹) د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، د روسیې د فدراتیف جمهوریت حکومت غواړي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او د روان تاوتریخوالي د پای ته رسېدلو لپاره په دغه هېواد کې یو کنفرانس جوړ کړي.

په پام کې ده چې دغه کنفرانس د را روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ /د کب ۲۸مه/ په مسکو کې جوړ شي.

د یادې شورا ویاند فریدون خوځون وویل چې دغې کنفرانس ته د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر په ګډون ځيني افغان سیاستوال هم وربلل شوي دي.

خوځون وویل، اوسمهال عبدالله عبدالله په دې کنفرانس کې د ګډون یا نه ګډون کولو لپاره په مشوره بوخت دی.

د ملي روغې جوړې د شورا ویاند وویل، ډېر ژر به د افغانستان د سولې په هکله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نوې طرحې په هکله پرېکړه وشي.‌

په ورته وخت کې، کابل ته د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له وروستي سفر سره سم یو ځل بیا په افغانستان کې د موقت یا انتقالي حکومت خبرې تودې شوي، په داسې حال کې چې تر دې مخکې ولسمشرغني ویلي وو چې واک به د ټاکنو له لارې ګټونکي ولسمشر ته سپاري.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب