Homeخبرونهپه کابل کې کاناډايي پوځي مړ وموندل شو

په کابل کې کاناډايي پوځي مړ وموندل شو

تاند(شنبه، د حوت ۱۶) کاناډايي رسنۍ وايي، د دغه هیواد یو پوځي په افغانستان کې مړ وموندل شو.

د کاناډا دفاع وزارت د جمعې په ورځ (فبروري ۵) وویل چې دغه پوځي یې، چې (ګی اډم لا) نومېده، په کابل کې د کاناډا په سفارت کې په خپل هستوګنځي کې مړ موندل شوی دی.

د کاناډا د دفاع وزارت په بیان کې راغلي چې د دغه پوځي د مړینې د علت په اړه څېړنې روانې دي خو څه چې په ډاګه دي دا دي چې په پوځي عملیاتو کې نه دی وژل شوی.

لا، چې اصلاً د کاناډا د ساکاټون د سیمې اوسېدونکی و، د تېر کال له اګست څخه په کابل کې د کاناډا په سفارت کې د ساتونکي په توګه کار کاوه.

دی په ۱۹۹۱ کې د کاناډا له پوځ سره یوځای شو او تراوسه پورې څلور ځلې بهرنیو ماموریتونو ته استول شوی و.

د کاناډا دفاع وزارت وايي چې د (لا) مړی به سبا (د مارچ ۷) خپل هیواد ته ولېږدول شي.

د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۱ د امریکا او طالبانو د موافقې له لاسلیکه وروسته په افغانستان کې بهرني پوځیان نه دي وژل شوي له همدې کبله د دغه کاناډايي پوځي مړینې ته ځانګړی پام اوښتی دی.

طالبانو ژمنه کړې چې پر بهرنیو پوځیانو به برید نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...