شنبه, اپریل 20, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند افغانستان ټوټه / استاد سعدالدین شپون

د افغانستان ټوټه / استاد سعدالدین شپون

کله سړی دومره په بې اهمیته مشغولاو کې ایسار شي چې غټې خبرې ته یې پام نه کېږي. پرون مې د خپل موټر لاندې جېک ایښی و، تر لاندې مې د موبلایلو زوړ فلتر بدلاوه. چې د هغې پېچ مې په شوا خون راخلاص کړ، د تورو موبلایلو شر شو چې لکه ناوه مې په مخ او لاس راتویېدې. اوس یې پوره کوه. یره که مبارز وی، تیار نلسن مانډېلا را نه جوړ و. داسې بوخت وم چې نه مې دنیا ته پام و نه مافیها ته. ناڅاپه مې د کوم لرې ځای نه د کوم مارغه زړه وړونکی غږ واورېد چې یوه اوږده غړانګه یې په شېبو شېبو تکراروله. د ځان سره مې ترخه خندا وکړه چې زه په څه مردار ډنډ کې ګیر یم او مارغه څه کرکړې کوي. د ګلاب ننګراري یو بیت را یاد شو چې مرګ ته وايي:

ته یې چې دوزخ دې د اعمالو په برزخ کې دی

یو که درنه ژاړي نو بل تا ته په وخ وخ کې دی

نور نو هماغلته پاتې شوم. د موبلایل شرهاری ورو ورو بدلېده . آخر کې د تېلو وروستي څاڅکی هم راوزنځېدل، خو زه د موټر له لاندې را و نه وتم، همالته مې قسم قسم شعرونه د مارغه د ترانې سره غبرګ د ځانه سره ویل، پرې مې ده دا تورې څڼې، چې پر مخ زانګي. توره بارام خا نه نوا به+ څڼې دې غوړې که چې باد یې رپوینه نوابه. زما د بدلو ګوډی تش شو خو د مرغه کرکړې روانې وې. ځنډ پس چې مرغه والوت زه هم د ساړه اسویلي سره راووتلم. که ګورم مېرمن مې راته موسکه ولاړه ده. بلکه په غوسه وه چې د کور د مخ ښایسته سمټي غولی مې ورته د ښې ایستی و.ما ورته کړه چې ښځې، حیا دې په دې کې ده چې د شېخ فریده یې زده کړې، پټه خوله پاتې شې.

دا کیسه مې د دې پسې تېره کړه چې زه اکثر دومره په بې خونده او بابیزه ورځني ژوند کې ښکېل شم چې ښکلا رانه هېره شي. دا څو ورځې د هغه لیکوال سره په جنجال اخته وم چې زه یې په یوه ایمېل کې ښکنځلی وم. په عین وخت کې نزدې و چې یوه ښکلې او مهمه پېښه چې زما په ګاونډ کې کېد ونکې وه رانه هېره شي. اوس وایم چه هغه ښکنځلمار پوه شه او کار یې. راځه چې د دې وړوکي شاهکار کیسه یارانو سره شریکه کړم چې د استاد پسرلي خبره، د روس په مقابل کې یې د یوې پنبه چینې د پستو ګوتو کیسه بیان کړې وه چې اوس د پنبې د ټولولو په ځاې غواړي چې د روس سترګې وباسي.

عاطفې شوې د کسات په ګردو پټې

څوارلس کلن ریاض د یوې ګاونډۍ کوچۍ زوی همدلته پیدا شوی دی.دا د ریاض او ارشاد، تسنیم، اعجاز په نمونه نومونه د مهاجرو سره له پېښوره سوعات دلته هم راغلی، د ډېرو افغانانو پورې نښتی دی. ریاض لږ و ډېر په پښتو هم پوهېږي، دوه کاله مخکې زموږ د ولسوالۍ، د سمیع الله مولوي په کوشش د نورو زلمکو سره د جومات او لمانځه سره هم آشنا شو. اوس یې هره جمعه او اخترونو کې مراسم په ځای کوي. ریاض دنګ هلک دی، مور یې ورته ګزلینګی وايي. د همدې اوږدو لینګیو په برکت په منډو کې ښه دی، لوی انعام، پرېمانه کپونه یې وګټل. د ده پسې یې ملګري وايي:

Riyaz is a ghost. One moment he is there and then he is not.

مانا ریاض پیری دی. یوه شیبه وي ، بیا غیب شي.

تېره میاشت یې مور زما مېرمنې ته وویل چې د شل کلنانو د ځغاستې سیالي ده خو د ریاض زړه هم ورته پسخېږي. نه نیم میله تګ او بېرته راتګ. ورته وایم چې نه نیم میله ډېر واټن دی، ستا د عمر، نه اوچت، پنځه سوه شل کلنان ورکې ګډون کوي ، خو هلک نه ایسارېد ه، ویلې چې خیر دی، دی به لیکې ته نه ور ننوځي، همدا سې به ور سره بدرګه روان وي. نو په زاریو مې دی هم ورکې شامل کړ. خو مدیر راته وویل چې دی به پرې. دي، ځکه چې دویم چانس ورکول د امریکا یا نو دود دی، خو په دې شرط چې د نورو د لیکو شا ته به وي، او په جا یزو کې به هم شا مل نه وي. کوچۍ بیبي زموږ نه و غوښتل چې مسا بقې ته د لو بغاړو ټولې کورنۍ را ځي مګر ریاض غیر له تا سو څوک نه لري. اجازه ده چې ستا سو نوم هم په کورنۍ کې ورکړو؟ ما موا فقه و کړه. بې هغې هم کور کې مې بل کار نه و، بس د ښکنځلنا مې سره به مې کیش و کړپ روان و. ما داسې ویل، تا دا سې ویل، ما نه دي ویلي، نه سبک خو هم د تا دی. قزانو نه ، قسمو نه، نا ندرې……

نو په هغه مازیګر د څېلمې ورغلو. هلته په یوه ګوټ کې مو ریاض صحیح کړ چې ګو ښی ولاړ و. زه ورغلم، په تشویق مې ورته ویل مې چې زمریه پرې ورځه. مور یې په دسمال خولې ورنه و چولې، خبلې زېږ مې یې هم سرې وې ، په همدې کې د رفري د ویسل یا شپېلکي چرهاری شو. تول په صفو نو کې ودرېدل. رفري د ځغا ستې شرایط بیان کړل. چې د شپېلکې غږ شو. مور یې تر ډېره زوی ته ګو ته نیولې وه چې هغه دی زما شهزاده، مور یې جار شه…….

ډېر ځنډ، قریب یو ساعت وروسته، ګورو چې ریاض ګو ښی را ځغلي،ترې وروسته یا وړا ندې بل څوک ور سره نشته.

چې د ختم پړي ته ورسېد، هما غلته ودرېد. پنځه دقیقې وروسته نور هم جو په جو په را ورسېدل. اوږدې چکچکې وې، رفریا نو اول دویم دریم ته مېډا لو نه په غاړه کړل. ریاض هما غسې ګو ښی ولاړو.لو بغاړي او کورنۍ یې په خو شا لۍ کورونو ته روا نېدل چې نا څا په درفریانو شپېلکي بیا شروع شول. نندار چیان هک ار یان ودرېدل. بیا نو څه

ګو نګو سی و، د رفریا نو ترمینځ. بیا مو کتل چې مشر رفري یو هلک له لا سه نیولی سټېج ته یې خېژوي. چې ښه ځیر شوم، ریاض و. ر فري په لاوډ سپیکر کې غږ کړ. « موږ شپږ واړو خپله پخوانۍ فیصله واړو له. او له جا یزه د افغان امریکن څوار لس کلن ریاض ده چې په پنځوس د قیقو کې یې دا نه نیم میله لار ووهله.هغه هم ذاسې چې دویم نمره درې سوه متره شا ته پاتې و. بیا نو د قیامت شور ما شور ګډ و، شکیلي و و ، چکچکې وې او زموږ کورنۍ هغه وخت احسا سا تي شوه چې په یو آواز دا کورس روان شو چې لانګ لېف ریاض، لانګ لېف افغا نستان.

زه په سایټو نو کې د افغانانو د کرېکټ د لو بو بر یاو ته عجیبه خو شالي کوم، خود ریاض په شان ډېر نور افغانستان ته افتخارات ګټي او څوک پرې نه خبرېږي.

پرنګي لیکوال، راډیار کپلنګ د امریکا په یوه ایالت، لکه چې ورمانټ کې خښ دی . په قبر یې لیکلي

Here lies a piece of England

مانا. دلته د انګلستان یوه ټو ټه پرته ده. آیا د ریاض په شناخته به هم څوک و لیکي که نه چې دلته د افغانستان یو ټو ته خښه ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب