پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهملي دفاع وزارت: کندهار کې ۲۰ طالبان وژل شوي

ملي دفاع وزارت: کندهار کې ۲۰ طالبان وژل شوي

تاند(سه شنبه، د حوت ۱۲) ملي دفاع وزارت ویلي، د امنیتي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د کندهار ولایت په شاه وليکوټ او ارغنداب ولسواليو کې ۲۰ طالبان وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت شاه ولیکوټ او ارغنداب ولسوالیو کې طالبان په نښه کړل.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د دغه بریدونو په پایله کې ۲۰ طالبان ووژل شول او ۲ تنه نور ټپیان شول.

د خبرپاڼې په وینا چې په دغه بریدونو کې ۱ موټر، ۸ موټر سایکل او ۵ میله بیلابیل ډوله وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

د یادونې ده چې تېره ورځ دفاع وزارت خبر ورکړو چې افغان امنیتي ځواکونو په کاپیسا ولایت کې ۳۰ وسله وال ووژل چې ۱۶ تنه یې د القاعده شبکې غړي وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب