دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeټولنیزذهني شخوند څه دی او څنگه یې مخنیوی وشي؟

ذهني شخوند څه دی او څنگه یې مخنیوی وشي؟

محمد تمیم تکل

مثالونه:

اخ! د گل دادا مشر زوی څنگه رانه خلاص شو؟ هغه ماته د خور او مور ښکنځل وکړل او ما ورته کتل؟ څنگه مې څه ورته و نه ویل؟

زه ولې ۱۵ کاله مخکې په پوهنتون کې ناکام شوم؟ ولې نور خلک رانه مخکې شول؟

یاره څه ځواني مې وه. اوس ولې داسې شوی یم؟

که د حاجي عمراخان کور ته نه وم تللی؛ موټر به مې ټکر نه و کړی او لاس به مې نه و مات شوی، دا دی اوس هم سم کار نه کوي او کوږ دی!

دغه ډول پوښتنې چې موږ له خپل ځان څخه کوو؛ نه یوازې دا چې دا د حل لاره نه ده؛ بلکې د منطق او عقلانیت خلاف کار هم دی. ذهن به په ماضي کې پاتې شي؛ خو موږ به په حال کې ژوند کوو او د مستقبل له پاره به هېڅ هم نه لرو؟

ذهني شخوند دا مانا چې د ماضي، حال او راتلونکي ټول حالات یو یو په افراطي بڼه په ذهن کې تکرار شي او بیا یې په اړه قضاوتونه او تحلیلونه هم وشي. کس به له موږ سره ناست وي؛ خو اصلاً به بیخي ۲۰ کاله مخکې زمانه کې وي.

ټول انسانان دا ستونزه لري؛ خو که افراط په کې وشو او هره ورځ دا کار تکرارېده؛ بیا انسان ته رواني ستونزې او جدي تکالیف پيدا کوي.

ذهني شخوند دا مانا چې منفي او مزاحم افکار زموږ ذهن تر بریدونو لاندې نیسي. کله خو انسان قصداً دا کار کوي او هدف یې دا وي چې لږ مې تشویش کم شي او ذهني فشار؛ خو نتیجه یې برعکس وي.

اغېزې یې:

  1. اضطراب.
  2. د مسألې له حل نه لرې کېدل.
  3. خپگان.
  4. د اجباري وسوسې اختلال.
  5. د شخصیت اختلال.
  6. په خوراک او ډوډۍ کې اختلال.
  7. په خوب کې اختلال.
  8. په ژوند او اړیکو کې ستونزې راپيدا کېدل.

د حل لاره یې:

  1. کله چې موږ پوهېږو چې د ذهني شخوند په حال کې یم؛ همدا اوس یې وخت دی چې لاره او مسیر بدل کړو؛ مثلاً: زه ایران ته روان وم؛ زما ۱۱ ملگري ان ترکیې ته ورسېدل؛ خو زه پولیسو ونیولم او دا دی پاتې یم؛ نه نه! په دې کې زما خیر و؛ کېدای شي زه تللی وای او د ایران یا ترکیې پولیسو ویشتلی وای او مړ به وی، یا به یخ وهلی وای یا به بندي شوم وم. ښه شو چې زه نه یم تللی.[دغه د مسیر بدلون دی].

  1. د مسألې د حل له پاره د مهارتونو لټون:

سمه ده، زه خو ۱۰ کاله مخکې په کانکور کې ناکام شوم او خلک بریالي شول؛ اوس څه باید وشي؟ زه باید کوم داسې کار وکړم چې د پوهنتون د ناکامۍ ځای ونیسي او بدیل یې وگرځي؟ هممم! یوه لاره مې ذهن ته راغله!

سهار مې چې لمونځ وکړ تر لمر راختو پورې په مدرسه کې درس وایم، بیا کار ته ځم او چې له کاره ووتم؛ په مازدیگر ټیم کې به یوه شخصي پوهنتون کې داخله وکړم! سړیه! دا نو څه سختي لري؛ زه به هم لسانس شم، لسانس!!

  1. د نوي مأموریت پیدا کول:

انسان چې سالم مصروفیت ولري یا په اصطلاح د سر گرولو ته وزگار نه وي؛ نو دی بیا ذهني شخوند نه هم بې غمه وي. موږ دې کوښښ وکړو په یوه څه باندې ځان مصروف کړو. بې کارۍ او بې روزگارۍ نه ځان وساتو. له داسې کسانو سره ملگرتیا راپيل کړو چې پوهه او تقوا یې له موږ ډېره وي.

  1. یوه روانپوه ته مراجعه چې دا نهايي لاره ده او په افغانستان کې چندان کار هم نه ورکوي.

 د بحث لنډيز:

که غواړو چې له ذهني شخوند څخه ارام او بې غمه شو؛ نو درې کارونه به وکړو:

د خلکو تر اغېز لاندې به نه راځو، بیا یې تکراروم، په هېڅ صورت باید د خلکو تر تأثیر لاندې رانشو؛ خو هغوی هم انسانان دی[ د احترام، علمیت او مراتبو خبره جلا ده.]

د ماضي تر تأثیر لاندې رانشو. زموږ له پاره د یوه مؤمن په حیث دغه دلیل کافي دی چې الله تعالی گناه په توبې سره بښي. فرض کړو موږ ۵ کاله مخکې یوه گناه کړې وه، خلکو هم لیدلي یو؛ اوس موږ توبه باسو. له شک پرته چې الله تعالی مو بښي؛ نو چې الله مغفرت وکړ؛ رواني اثرات یې هم باید ختم کړو.

د پیسو تر اغېز لاندې رانشو؛ پوهېږو چې دا ډېره سخته ده؛ خو همدومره مفیده هم ده؛ بس دومره وي چې نه مو چا ته لاس محتاج وي او نه اسراف رانه وشي. له ځانه پورته خلکو سره ځان پرتله کول راسره نه ښيي، په خپل موقف کې باید و اوسو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب