شنبه, جولای 27, 2024
Home+هو يا نه؟ | جنرال دولت وزیري

هو يا نه؟ | جنرال دولت وزیري

زموږ په وزیرو کې یو ډېر کوچنی الوتونکی شته، خلک يې د چتکي په نامه یادوي. چټکی ټوله ورځ د ونې له يوه ښاخه څخه بل ښاخ ته او بيا بل ته ټوپونه وهي. هر ښاخ ته چې ور ټوپ کړي، غږ کوي چې «چک» يعنې «نه»!

وايي: چتکی د پاچا پر لور مئین و، خو د پاچا خوښه نه وه چې خپله لور چتکي ته ور واده کړي، نو له خپلې لور سره يې د چتکي د واده کولو له پاره شرط د چتکي له خوا له ونې څخه د يوه سم او سيده ښاخ راوړل وټاکل.

چتکی لاړ او تر ننه پورې په سم او سیده ښاخ پسې ګرځي، هر ښاخ ته چی ورشي غږ وکړي چې «چک» یعنې«نه» دا سم نه دی.

پېړۍ- پېړۍ تېرې شوي خو دغه کوچنی مئین د خپلې مينې د لاس ته راوړلو له پاره په سم او سیده ښاخ پسې ګرځي، خو بېوزلی چتکی نه په خپله د پوهېدو له پاره د دې وړتیا لري، چې مینه يې لا پخوا له دې نړۍ تېره شوې ده او پاچا هم نور د ده په کیسه کې نه دی او نه د نورو مشورو ته غوږ ږدي، چې له دې بېځايه «نه» څخه تېر شي.

 بیا ځینې الوتونکي خو ورته هسې خوښ دي او د ده له کوچني غږ څخه چې «چک» یانې «نه» ده خوند اخلي او یا ورته د مسخرو په ډول چکې وهي.

زموږ په ټولنه کې هم ځينې کسان د چتکي په څېر هر څه ته که سم وي او که کاږه د انتقاد په سترګه ګوري او ورته «نه» وايي. چتکي د پاچا پر لور مئین و، خو دوی بیا له هغه بد تره پر خپل ځان مئینان دي.

له چتکي څخه د دوی ناروغي زیاته ده، ځکه چې هغه خو د يوې موخې له پاره په سم لرګي پسې ګرځي، خو د دوی بېوزلو موخه هم ښکاره نه وي. د خوشال بابا خبره دوی په خپله کاږه لرګي دي.

هر څه ته «نه» ویل او هر څه ته د انتقاد په سترګه کتل د چتکي په څېر د بېکاره او ناپوهو کسانو کار وي.

پوه او هوښیار کسان په ډېره ځیرکۍ د ښو او بدو تر منځ فرق کوي، ښو ته «هو» او بدو ته« نه» وايي.

«هو» د رضايت په مانا ده، کله چې د ښو او له ډاډ وړ خبرو یا کړنو سره مخ کېږي ولې ورته «هو» ونه وایي او بيا د «نه» په ويلو سره خو د چتکي په څېر نه په خپله خپلو موخې ته د رسېدو پر لارو چارو پوهېږي او نه د بل مشورو ته د« هو » ځواب وايي.

ځینې کسان خو د خوښۍ او بریا پر وخت هم له ژوند څخه راضي نه وي او تل له ژوند څخه په شکايت کې وي. کله چې له درد سره مخ شي، په هغه وخت کې خو ځان په غمونو کې ډوب ګڼي.

که چېرې د یوه چا ډېر نږدې کس له نړۍ سترګې پټې کړي، سمه ده چې ستر درد ورته رسېږي، خو د دې پر ځای چې د درد او غم له امله خدای ج ته رجوع وکړي او خپل ځان په غمونو کې ورک نه کړي او ووايي چې خدايه تا پيدا کړی و او تا واخیسته، خپله ملا وتړي او خپلې کورنۍ او ژوند ته پاملرنه وکړي، خدای ته رجوع، خپل ځان، خپلې کورنۍ ته پاملرنه بل څه نه دي، همدغې ته «هو» وايي.

که چېرې په بشپړه توګه خپل ځان په غمونو کې ډوب او ژوند ته د شک او انتقاد په سترګه وګوري، همدغې ته «نه» وايي.

 په ژوند کې مثبت فکر، هر څه ته د انتقاد او شک په سترګه نه کتل زړورتيا، پوهې او ژمنې ته اړتیا لري، د منفي فکر او هر څه ته د انتقاد په سترګه کتلو سره وېره او بېباوری ملګرې وي.

 ځینې کسان وايي، چې د ناروغۍ پر مهال څنګه کېدای شي چې یو کس د ناروغۍ په هکله مثبت فکر ولري. خو د لوړ همت کسان هېڅ وخت ځان ناوړه پېښو ته نه تسلیموي او په ډېره زړورتيا خپل ژوند ته پاملرنه کوي.

 د منفي فکر او هغه څوک چې تل يې«نه» په ژبه وي او انتقاد کوي. که د انتقاد او «نه» پر ځای ووايي:

 ژوند هر څه راکړي دي، زه يې کولای شم، زه پر ځان باور لرم، د دې او د دې په څېر د نورو جملو په تکراولو سره مثبث فکر په ځان کې روزلای شي.

 هر څه پر خپل وخت تر سره کیږي، ډېره عجله کول د شیطان کار وي. حوصله کول او د خپل زيار پایلو ته په تمه کېدل زړورتيا ته اړتيا لري. سټويسن لیکي:

«له ژوند سره جګړه مه کوئ، ژوند خپله روان دی، یوازې لاره ورته وښیئ، دا د امکان څخه ډېره ليرې ده چې په ژوند کې دې تل بریا وي. له کومه کاره چې چاره نه وي ګوزاره ورسره کوئ.»

دی وايي:«له هغه مېلمه چې دی نه رغېږي دوه ځلې ور ته ستړي مشې وکړئ.»

 که د ځينو خلکو په څېر چې د زړه ناروغي لري تل له پرهېز څخه په شکايت وي. خو ايا دغه شکایت د دې کسانو د زړه ناروغې جوړولی شي؟  له ناروغۍ سره ګوزاره کولو او له پرهیز سره د ځان عادت کولو ته«هو» ویل یوازې زړور کسان کولای شي.

پر ځان باور، هر څه ته د شک په سترګه نه کتل، په ژوند کې ناوړه پېښو ته نه تسلیمېدل، د هوښيارو کسانو مشورو ته غوږ نیول، د چتکي په څېر هر څه ته د «نه» ویلو څخه پرهېز او له پېښو سره په زړورتيا مبارزه کول د «هو» په مانا دی او دا کار يوازې د کلک هوډ کسان کولای شي.

«راځئ له ځانو څخه ډاډمن او هوډمن کسان جوړ کړو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب