Homeخبرونهد ناټو دفاع وزیرانو له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو یا پرېښودلو...

د ناټو دفاع وزیرانو له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو یا پرېښودلو پرېکړه ونه کړه

تاند(پنجشنبه، ۳۰) د ناټو دفاع وزیرانو نن د خپلې دوه ورځینۍ غونډې په وروستۍ ورځ په افغانستان او عراق کې پر خپل ماموریت خبرې وکړې.

دوی وویل، دا دواړه ماموریتونه د تروریزم پر ضد د مبارزې لپاره مهم دي.

ناناټو پر خپله ویبپاڼه لیکلي«د غړیو هیوادونو دفاع وزیرانو د افغانستان په اړه د زرړه ورو افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او تمویل په اړه د تړون په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت د خپلو ژمنو پخلی وکړ.»

دوی په عین حال کې د افغانستان د سولې د پروسې ننګه کړې او هغه یې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو چانس بللی دی.

د ناټو د غړیو هیوادونو دفاع وزیرانو د قطر له موافقې سره سم د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه پرېکړه ونه کړه خو ویې ویل ویل چې د اوس لپاره یې تمرکز پر سولې دی.

دوی وویل چې په راتلونکو اوونیو کې به په دې پرېکړه وکړي چې ځواکونه د مې تر لومړۍ وباسي او که نه.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وویل، ايتلاف د افغانستان د ماموریت په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...