شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد هلمند بُست کلا د رغولو چارې په بشپړیدو دي

د هلمند بُست کلا د رغولو چارې په بشپړیدو دي

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۲۸ ) بُست کلا د افغانستان له لرغونو میراثونو څخه شمېرل کېږي چې لرغونتیا یې د اسلام وړاندې حتا د میلاد هم وړاندې سلسلې ته ورګرځي.

د معلوماتو له مخې، د تېرو ۸۰۰ کلونو په موده کې د دغې کلا د بیارغولو لپاره هېڅ ډول هڅه نه ‎ده شوې او د دولت او کلتوري بنسټونو نه ‎پاملرنه د دې لامل شوې ده چې د هېواد د دغې تاریخي بنا څخه یوازې یوه نمونه پر ځای پاتې شي.

د دې کلا یو ساتونکی وايي، یوازې د سردار محمد داوود خان د حکومت پر مهال د کلا یوه برخه رغول شوې او نور د هیچا ورته پام ندی راوښتی.

د لښکرګاه ښار اړوند د سیند ترغاړې بُست تاریخي کلا د نوشیروان عادل دواکمني پرمهال د نن څخه شاوخوا ۳۰۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې وه.

اوس د دې کلا د بیا رغولو چاري له څلویښتو کلونو وروسته د هلمند د اطلاعاو او کلتور ریاست پیل کړي دي.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریس حمید الله ویاړ وایې، د بُست کلا شیشک، علامه بستي بلخي زیارت، د شهیدانو زیارت، تاریخي تنور او د بست کلا څاه او د دې کلا د دیوال د رغولو چارې یې پیل کړي چې په لڼد وخت کې به بشپړ شي.

د بست کلا د لښکرګاه ښار د هلمند رود تر څنګ پر یوې خاورینې تپې په څو پوړونو کې جوړه ده چې د سیمې د ښو اوبو او هوا له امله دغه کلا یو وخت د سلطان محمود غزنوي تفرېح ځای هم بلل کېده.

په داسې حال کې چې د بُست د تاریخي کلا ځینې ځمکې هم یو شمېر زورواکو غصب کړي دي.

په ورته وخت کې هلمند کې بیا یو شمېر لیکوالان، مدني فعالان او اوسیدونکي یې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري د دې تاریخي کلا د جوړېدو د چارو اقدام ستایي او هیله لري چې کارونه یې په سمه توګه پر لاړ شي.

دوی وایې باید دغه کلا په فني او مسلکي ډول داسې ورغول شي لکه څنګه چې مخکې جوړه شوې وه.

هلمندي فعالان او اوسیدونکي دغه راز زیاتوي چې په هلمند کې تر ۸۰ پورې نورې لرغوني او تاریخي سيمي هم شته چې باید هغې ته توجو وشي.

بُست کلا د هېواد له لرغونو ابداتو څخه ده چې یونسکو د نړۍ په میراثونو کې ثبت کړې ده.

د بُست کلا په لومړی ځل پر دغه سیمه د عربانو په برید کې ویجاړه شوه او وروسته په اسلامي پېر کې غوریانو او مغلانو د دغې کلا په ویجاړېدو کې ونډه درلوده چې ورستیو جګړو یې پاتې برخې هم نړولی دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب