Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کابل په "شاه او عروس" بند کې یوه میاشت وروسته د...

د کابل په “شاه او عروس” بند کې یوه میاشت وروسته د اوبو زېرمه کول پيلېږي

تاند ( شنبه، د دلوې ۲۵)  د اوبو د تنظیم ملي اداره وایي چې، ښايي کابو ۳۵ ورځې وروسته د شاه او عروس د اوبو په بند کې د اوبو زېرمه کول پيل شي.

د یادې ادارې مسوولانو که څه هم احتمالا دا خبره وکړه خو د تېرې سه شنبې په ورځ یې ویلي وو چې په کابل کې د شاه او عروس بند چارې په چټکۍ سره روانې دي او ۹۸ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.

د اوبو د تنظیم د ملي ادارې د معلوماتو له مخې دغه بند د موسمي سیلابونو، اوبو لګولو، بريښنا تولید او د کابل ښار اوسېدونکو ته د څکلو لپاره د پاکو اوبو برابرولو په موخه د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې جوړیږي.

سرچینه زیاتوي چې د شاه او عروس  بند د څه کم ۵۳ میلیونه امریکايي ډالر په لګښت جوړيږي او دا لګښت د افغان دولت د ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ د اوبو د زېرمه کولو دغه بند د ۹،۳ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او کولی شي چې یو نیم میګاواټه برېښنا هم تولید کړي.

سرچینه داسې مهال په دې بند کې د اوبو د زېرمه کولو خبر ورکوي چې تېره اونۍ د افغانستان په جنوبي ولایت نیمروز کې هم د کمال خان بند د اوبه زېرمه کولو لړۍ پیل شوه.

له بل لوري مسوولان وایي د افغانستان شمال کې د بدخشان ولایت د شورابک بند د جوړېدو چارې هم ۹۵ سلنه بشپړې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...