Homeخبرونهولسمشرغني د امریکا د دفاع له وزیر سره پر افغان سوله غږېدلی

ولسمشرغني د امریکا د دفاع له وزیر سره پر افغان سوله غږېدلی

تاند (شنبه، د دلوې ۱۸) ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشرغني د امریکا د دفاع له وزیر لوید استین سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې ټلیفوني خبرو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

سرچینه وایي، د امريکا دفاع وزير د دې ترڅنګ چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ یې ستایلي ویلي، د هيواد نوی حکومت يې د سولې هغې پایداره پروسې چې د افغانانو په ګټه وي او په پايله کې يې دايمي اوربند ترلاسه شي ملاتړ کوي.

دواړو خواو همدا راز په دې ټېنګار کړی چې د سولې له دغه فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

افغان ولسمشر داسې مهال د امریکا له دفاع وزیر سره پر افغان سوله خبرې کوي چې اوسمهال په دوحه کې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

تازه د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی چې مشري یې ملا برادر کوي، د ترکمنستان  په رسمي بلنه دې هیواد ته تللی دی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ په یوه ټوېټ پيغام کې لیکلي چې دغه پلاوی تېر ماښام ترکمنستان ته رسېدلی دی.

هغه لیکلي: «په دغه سفر کې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ مسائلو، تجارتي اړیکو، سیاسي پرمختګونو او نورو اړوندو موضوعاتو بحث او د نظر تبادله وشي. »

تر دې وړاندې د طالبانو یو پلاوي مسکو ته او له هغې مخکې ایران ته هم سفرونه کړي چې له هغه ځایه یې د افغان حکومت ضد څرګندونو د خلکو غبرګونونه را پارولي دي.

د یادونې ده چې په دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوی هم پر طالبانو نیوکه کوي چې د سولې دویم پړاو خبرو رسمي بحث ته نه حاضریږي او په سفرونو یې پیل کړی دی.

دغه راز د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم تېره ورځ وویل چې طالبان د خبرو په ځای سفرونو ته مخه کړې او د مذاکرو رسمي بحث ته نه حاضریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...