یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپامپیو وايي، ایران په ښکاره د القاعده شبکې ملاتړ کوي

پامپیو وايي، ایران په ښکاره د القاعده شبکې ملاتړ کوي

تاند(چهارشنبه، د جدې ۲۴) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، القاعده په ایران کې اډې لري او اوس واشنګټن د دې ډلې پر ضد د اقداماتو لږ انتخاب لري.

ده وویل، ایران پر امریکا او نورو هیوادونو د القاعده شبکې د حملو لپاره پر خوندي مرکز بدل شوی او دا هیواد د القاعده شبکې کلکه ننګه کوي.

تېره میاشت نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ډاګه کړې وه چې د القاعده شبکې دوهم نمبر مشر ابومحمد المصري، چې په افریقايي هیواد کینیا او تانزانیا کې د امریکا پر سفارتونو د ۱۹۹۸ کال د تروریستي حملو طراح و، د اسراییل د استخباراتو له لوري د تهران په شمال کې ووژل شو.

ایران هماغه وخت دا راپور رد کړ، ویې ویل چې د القاعده هیڅ تروریست یې په خاوره کې نه شته.

مایک پامپیو د امریکا د خبریالانو په کلوپ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د لومړي ځل لپاره په زغرده اعلانوي چې المصري د سږ کال د اسد په ۱۶ (اګست) ووژل شو.

پامپیو زیاته کړه، «په ایران کې د المصري شتون ښيي چې موږ ولې دا دریځ لرو… القاعده نوې اډه موندلې او هغه د ایران اسلامي جمهوریت دی.»

د امریکا د باندنیو چارو وزیر په وینا ایران له ۲۰۱۵ م کال راهیسې په خپله خاوره کې القاعده شبکې ته اجازه ورکړې چې د خپلې ډلې له نورو غړیو سره په ازاد ډول تماسونه ونیسي او د حملو، تبلیغاتو او پیسو ټولولو په شمول هر هغه اقدام وکړي چې پخوا یې له افغانستان او پاکستان څخه کاوه.

په ۲۰۱۶ م کال د امریکا د خزانې وزارت په ایران کې د القاعده شبکې درې مخکښ فعالان وپېژندل او پر هغو یې بندیزونه ولګول او ویې ویل چې ایران په لوی لاس د القاعده شبکې دا غړي، چې د هغو په منځ کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي حملو الوتک تښتونکي هم شامل دي، پرې ایښي چې افغانستان ته تګ راتګ وکړي، هلته ترهګر وروزي او د حملو د پلانونو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

ده همداراز وویل، د امریکا متحد ایالتونه هر هغه چا ته چې په ایران کې د القاعده د مشر عبدالرحمان المغربي په موندلو کې مرسته وکړي، تر ۷ ملیون ډالرو پورې جایزه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب