شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د کوچیانو څارویو ته د لېونتوب ناروغۍ پر وړاندې د...

ننګرهار کې د کوچیانو څارویو ته د لېونتوب ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

تاند(چهارشنبه، د جدي ۱۰) د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې، د کرنې وزارت د کلپ-کوچي پروژې په همکارۍ په دې ولایت کې د مالدارو کوچیانو د مالونو خوندي کولو په پار د دوی څارویو ته د لیونتوب پر وړاندې د خوندیتوب واکسین د ورکړې کمپاین پیل شوی دی.

د چارواکو په خبره ددې کمپاین په لومړي پړاو کې د کوچیانو ۲۵ زره مېږې او اوزې به د یادې ناورغۍ پر وړاندې واکسین شي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې کوچیانو څارویو ته د انتیروتوکسیمیا یا لیونتوب ناروغۍ پر وړاندی د واکسین ورکړې د پروګرام په لړ کې به کوچیانو ته د باکیفیته واکسینو د پېژندلو، په واکسین کې د کولډچاین سیسټم پېژندل، د واکسینونو د پلي کولو لارې چارې او په ټولیزه توګه د ناروغیو د مخنیوي او وترنرۍ چوپړونو په هکله هم مالومات ورکړل شي.

هیره دې نه وي، چې له ناروغیو سره د مبارزې په موخه د یاد پروګرام په پلي کېدو سره له یوې خوا د څارویو په منځ کې د وژونکو ناروغیو د خپراوي مخه نیول کیږي او له بلې خوا د څارویو په منځ کې د تولید کچه هم لوړیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب