یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد جبل السراج فابریکې د سمنټو پراخ تولید پیل کړ

د جبل السراج فابریکې د سمنټو پراخ تولید پیل کړ

تاند(پنجشنبه، د جدي ۴) د جبل السراج د سمینټو فابریکې له بیا رغېدو وروسته په پراخه پیمانه د سمینټو په تولید پیل کړی دی.

د دې فابریکې د مسوولانو په وینا، د فابریکې د بیارغولو چارې بشپړې شوې او په لوړ ظرفیت سمینټ جوړوي.

د جبل لسراج فابریکې د رييس عبدالقادر مخلص په وینا دا فابریکه په څلرویشت ساعتونو کې ۷۰ ټنه سمینټ جوړوي.

مخکې په دې فابریکه کې په همدومره وخت کې ۲۰ ټنه سمینټ جوړېدل.

ښاغلی مخلص وايي، په دې فابریکه کې اوس ۲۰۰ تنه په کار بوخت دي.

د جبل السراج د سمینټو فابریکه په ۱۳۳۷ لمریز کال د اعلحضرت ظاهرشاه د پاچهۍ په موده کې جوړه شوې وه. هماغه وخت دې فابریکې په څلرویشت ساعتونو کې ۲ زره ټنه سمینټ جوړولای شول خو د تظیمي جګړو په کلونو کې دا فابریکه، چې د احمدشاه مسعود د پلوي ځواکونو په کنترول کې وه، لوټ شوه، وسایل یې د کباړ وسپنو په توګه وپلورل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب