جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو او نړیوالو اړيکو په چارو کې د دولت وزارت...

د بشري حقونو او نړیوالو اړيکو په چارو کې د دولت وزارت لغوه شو

تاند (یکشنبه د قوس ۳۰) د افغانستان د بشري حقونو او نړیوالو اړيکو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر د دغه بنسټ د ټولو تشکيلاتو د لغوې خبر ورکوي.

مېرمن سمر وایي، د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزارت د لغوه کېدو په هکله له دې سره نه اړیکه نیول شو او نه ورسره کوم چا مشوره کړې ده.

د نوموړې په خبره دا تر اوسه په دې نه پوهېږي چې حکومت ولې دغه پرېکړه کړې ده.

هغه وايي، د افغانستان د جمهوري رياست د چارو ادارې رياست ولسمشر ته د نوموړې د ګوښه کېدو وړانديز کړی او ولسمشر هم منظور کړی دی.

د راپورونو له مخې حکومت غواړي ځیني اضافي تشکیلات لغوه کړي، تر څو د اضافي بودیجې د لګښت څخه مخنیوی وشي.

سیما سمر تېر کال په دې بست ګمارل شوې وه او تر دې وړاندې یې بیا د شاوخوا ۱۷ کلونو لپاره د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د رئیسې په توګه دنده تر سره کړې ده.

3 COMMENTS

  1. د دغسې هېواد پلورونکو او جاسوسانو دندې باید وځنډول شي. دا څو ورځې دمخه همدې متعصبې ایرانۍ جاسوسې ویلي وو چې په افغانستان کې اکثریت قوم نشته او ټول اقلیتونه دي. په داسې حال کې چې پښتانه دلته لوی اکثریت دي او دا نور لږکي یا اقلیتونه دي. دا اصل په ټولو هېوادونو کې شته. هر چېرته اکثریت او اقلیت شتون لري او اقلیتونه د اکثریتو سره یو شان حقونه لري. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب