جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهولسمشرغني؛ د کابل د مرستیال والي پر وژل کېدو سخت غبرګون ښودلی

ولسمشرغني؛ د کابل د مرستیال والي پر وژل کېدو سخت غبرګون ښودلی

تاند (سه شنبه، د قوس ۲۵) ولسمشرغني د کابل د مرستیال والي وژل کېدل غندلي.

غني ویلي چې طالبان له افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو بریدونه پیل کړي دي چې، تازه یې نن سهار د کابل پر مرستیال والي محبوب الله محبي برید وکړ.

هغه زیاته کړې چې دا ډول بریدونه طالبان کوي او هېڅکله له دا ډول بریدونو اوږې نه شي سپکولی.

ولسمشر زیاته کړې:«  طالبان د افغان ولس، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د دایمي اوربند غوښتنې په نه منلو او د دوحې له تړون وروسته په لویو لارو او ښارونو کې پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د زیاتو شویو تروریستي بریدونو او چاودنو له مسوولیته خپلې نشي تښتېدای او جواب به یې وایي.»

افغان ولسمشر وایي د هیواد کشفي ارګانونو یو شمېر دولت ضد وسله والو له چاودېدونکو توکو او وسلو سره نیولي او د نورو د نیولو هڅې روانې دي.

دی زیاتوي هر هغه څوک چې هېواد او ولس ته زیان رسوي د خپلو ناوړه اعمالو سزا به وویني.

نن سهار د کورنیو چارو وزارت په وینا د کابل د مرستیال والي محبوب الله محبي پر موټر مقناطیسي ماین چاودنه وکړه.

د دې وزارت ویاند طارق آرین وايي چاودنه د کابل د نهمې حوزې اړوند په څلورم مکرویان سیمه کې شوې چې له امله یې خپله محبي او سکرتر یې وژل شوي او دوه ساتونکي یې ټپیان دي.

د دې برید مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی او نه هم طالبانو د ولسمشر د دې خبرو په غبرګون کې څه ویلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...