دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد پکتیا د شاتو سږنی تولید نږدې ۹۰۰ ټنو ته رسیدلی

د پکتیا د شاتو سږنی تولید نږدې ۹۰۰ ټنو ته رسیدلی

تاند(سه شنبه، د قوس ۲۵) د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلې، چې په پکتیا ولایت کې د شاتو مچیو شاوخوا ۴۵۰ واړه او لوی فارمونه شته، چې د شاتو د تولید سږني کچه یې نږدې ۹۰۰ ټنو ته رسولې ده.

د یاد وزارت په وینا د پکتیا د څارویو روزنې او روغتیایي چارو آمر محمد کبیر اسلمي وایي، چې د پکتیا د ولایت په کچه د شاتو مچیو ۴۵۰ فارمونه فعالیت لري، چې له یادو فارمونو څخه سږکال ۹۰۰ مټریک ټنه شات تولید شوي دي.

د اسلمي په خبره، د پکتیا د شاتو په شاوخوا ۴۵۰ فارمونو کې د شاتو له ۹۵ زرو څخه تر ۱۰۰ زره صندوقه مچۍ روزل کیږي.

هغه وایي، چې یادې مچۍ ډول ډول شات تولیدوي، چې له دې ډلې خورا مشهور یې شونشوبی، لاچي، سپېرکۍ او سنځله دي، چې په دغه ولایت کې خورا ډېر تولید او مینه وال لري.

د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د شاتو مچیو د صنعت د پراختیا په پار پر فارم لرونکو د شاتو مچیو وېش، د شاتو مچیو روزنې او د صندوقونو د لېږد رالېږد په هکله فارم لرونکو ته عامه پوهاوی او پر فارم لرونکو د ناروغیو او افتونو ضد درملو وېش هغه چارې دي، چې سږکال تر سره شوي.

د دغه ریاست په وینا د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري چې دا ددې لامل شوې، چې په دې ولایت کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.

د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي هلې ځلې کوي، چې د شاتو مچیو د روزنې په برخه کې خلکو ته نورې اسانتیاوې هم برابره کړې ترڅو په هېواد کې د شاتو تولیدات ډېرشي، چې له یوې خوا د شاتو روزونکو عواید ډېر شي او له بلې خوانه هېواد له دې پلوه پر ځان بسیا شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب