جمعه, مې 3, 2024
Home+په دې ورځ د فرانسې ۱۶ لویې اعدام شو

په دې ورځ د فرانسې ۱۶ لویې اعدام شو

تاند- دوه سوه اته ویشت کاله پخوا تر دې ورځې (د جنورۍ ۱۵) د فرانسې د شپاړسم لویې محاکمې دوام وکړ او بالاخره په اعدام محکوم شو.

د ۱۷۹۲ کال د دسمبر په یوولسمه د فرانسې د پرزول شوي پاچا شپاړسم لويي محاکمه د فرانسوي انقلابیانو له لوري پیل شوه.

د هغه محاکمه د کونشن (کنوانسیون) د جرګې په نوم له لوري ترسره کېده.په دې وخت کې، چې د شپاړسم لویي پاچهي برزول شوې وه، ماکزیمیلیان دو ربسپير واک ته رسېدلی وو. روبسپیر د ۱۷۹۲ ع کال د دسمبر په درېمه په یوه وینا کې د شپاړسم لويي د محاکمې وړاندیز وکړ.

کله چې محاکمه پیل شوه او شپاړسم لويي پر محاکمې واکمن وضعیت ولید، د خپلو مدافع وکیلانو له ډاډ سره سره پوی شو چې ژوندی نه شي پاته کېدای.

شپاړسم لويي په دې محاکمه کې، چې د ۱۷۹۳ د جنورۍ تر ۱۵ پوري یې دوام وکړ، په راز راز خیانتونو لکه له هیواد او بشریت سره په غدارۍ تورن شو.

د همدې کال د جنورۍ له ۱۵ تر ۱۹ پوري د کنوانسیون غړیو له یوه بل سره سلامشوره وکړه، بالاخره یوازې د یوې زیاتې رایې له امله فیصله وشوه چې شپاړسم لويي باید په ګیوتین اعدام شي.

د لوېدیځ پرمختللو هیوادونو په دې ډول د پرمختګ پړاونه کچ کړي او حتي له نن څخه څو پېړۍ پخوا یې هم د یو چا د اعدام لپاره محاکمې په کلونو بحثونو ته دوام ورکاوه.دا هغه څه دي چې باید ترې زده کړه وشي.البته دې ته په پام سره چې په اسلامي قوانینو کې د محاکمې لپاره تر دې سخت شرایط په پام کې نیول شوي دي خو عملاً یې هغه کسان نه عملي کوي چې تر نورو د اسلام زیاته دعوه کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب