شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه بلخ کې وسله والو طالبانو اوه پولیس په ډزو وژلي

په بلخ کې وسله والو طالبانو اوه پولیس په ډزو وژلي

تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۹) د بلخ ولایت ځایی چارواکي وايي چې تیره ورځ وسله والو طالبانو اووه پولیس نیولي او بیا یې په ډزو وژلي دي.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد نن رسنیو ته وویل چې دا پیښه د چهار بولک په ولسوالۍ کې پرون شاوخوا دولس بجې وشوه.

فرهاد زیاته کړه چې وسله والو طالبانو د دوی له نیول کیدو وروسته ټول په ډزو ووژل.

د فرهاد په وینا د بلخ ولایت ځینې ولسوالۍ د طالبانو له بریدونو سره مخ دي.

نوموړی زیاتوي چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره څو څو ځله یې سخت بریدونه کړي، خو د نیولو په برخه کې یې پاتې راغلي.

بلخ د شمالي ولایتونو یو له ناامنه ولایتونو څخه دی چې وسله وال طالبان پکې زیات فعالیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب