جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهسېف د چلډرن؛ افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره خطرناک...

سېف د چلډرن؛ افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره خطرناک هېواد بللی

تاند (دوشنبه، د قوس ۳) له ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره یا سیف د چلډرن وايي؛ افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک او خونړی هېواد دی.

دغه ادارې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې؛ له ۲۰۰۵ کال تر دې دمه په افغانستان کې تر ۲۶ زره ډېر ماشومان مړه او یا هم ټپیان شوي دي.

سرچینه وایي چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت خورا ترینګلی دی.

د یادې ادارې په راپور کې راځي نه یوازې نا امني، بلکې کمزوری اقتصاد، شاقه کارونه او ناوړه ټولنیز وضعیت هغه څه دي چې، د ماشومانو ژوند ته یې خطرونه جوړ کړي دي.

سیف د چلډرن همدا راز وایي چې، له ۲۰۱۷ تر ۲۰۱۹ کال پورې په افغانستان کې پر درې سوه ښوونځیو بریدونه شوي چې، ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

یادې ادارې دغه راز پر پیاوړو هېوادونو په تېره پر برېتانیا غږ کړی چې، په نړیواله کچه دې د ترهګرو ډلو او د هغو وسلو پر ضد اقدامات پیل کړي چې د ډله ییزو وژنو سبب ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب