شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد امریکا نوی سرپرست دفاع وزیر وايي، له افغانستانه د ځواکونو د...

د امریکا نوی سرپرست دفاع وزیر وايي، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو وخت راغلی

تاند (شنبه، د عقرب ۲۵) د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریسټوفر میلر د ولسمشر ټرمپ له لوري تر ګومارل کېدو وروسته خپلو پوځیانو ته په لومړني پیغام کې وویل «هغه وخت راغلی چې کور (هیواد) ته راشئ.»

ده د دفاع وزارت ټولو کارکوونکو ته په استولي یاښت کې لیکلي«ټول جنګونه باید ختم شي. د جګړو د پای ته رسېدو لپاره جوړجاړي او مشارکت ته اړتیا ده. موږ له چلینج سره مخامخ شوو؛ او هر څه مو ورکړل. اوس هغه وخت دی چې ټول سرتېري، وسله وال ځواکونه، سمندري ځواکونه، ساحل ساتونکي او ملکیان کور ته راشي..»

د ښاغلي میلر اشاره د افغانستان په جګړه کې ملیاردونو ډالرو لګښت او د زرګونو پوځیانو وژل کېدو ته وه.

ده په عین حال کې ویلي چې امریکا لا هم د القاعده پر ضد جګړې ته ژمنه ده او باید هغه تېروتنه تکرار نه کړي چې پخوا یې کړې وه او القاعده له سمندرونو واوښته او په امریکا کې یې تروریستي بریدونه وکړل.

په همدې حال کې نن واشنګټن پوست ورځپاڼې په یوه راپور کې ولیکل چې امریکايي چارواکو ورته ویلي چې د امریکا برطرفه شوي دفاع وزیر مارک ایسپر تر ګوښه کېدو وړاندې ولسمشر ټرمپ ته د افغانستان په اړه یو پټ راپور لېږلی و او په هغه کې یې له دې هیواده د ځواکونو په ایستلو کې له بیړې د کار اخیستلو په وړاندې خبرداری ورکړی و.

ایسپر د افغانانو د سولې په خبرو کې د نه پرمختګ او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالو د زیاتېدو یادونه کړې او ویلي یې دي چې هغه وخت نه دی راغلی چې امریکا د پوځیانو په ایستلو کې بیړه وکړي.

څرګنده نه ده چې ولسمشر ټرمپ به د خپل واک په پاتې څه باندې دوو میاشتو کې له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي او که نه.

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډڼ په دې باور دی چې باید په افغانستان کې شاوخوا دوه نیم زره امریکايي پوځیان پاتې شي.

4 COMMENTS

  1. د امریکایانو هر تصمیم د افغانستان په ضرر دی. ماتسوی دښمن به په هیڅ ډول د ماتونکی ملت په خیر باندی خوښ نسی.
    که امریکایان ولاړسی د داخلی جنګ امکان سته او که پاته سی نو بیا څو اړخیځه جنګ.
    که دولت او تالیبان هوښیار وی نو زرترزره به د سولی لپاره یوه توافق ته ورسیږی.

  2. دلته موږ بايد خپل مسوليت ته متوجه سو هغه داچه موږ بايد پخپلو کي جوړسو کنه دبل وړي نه شړي کيږي ښه زموږ خپل اتحاد او اتفاق دي

  3. پاکستانی طالب او د ای اس ای جاسوسانو ته،
    طالب به هیڅکله هم بیا قدرت ته ونه رسېږي. او نړیواله ټولنه به هم تر هغه وخته چې د تروریزم جړې په پاکستان کې پاتې وي له افغانستانه ونه وځي. نړۍ پوهېږي چې طالب یوازې د سپي لکی ده، خو خپله سپی ای اس ای، پاکستاني نظامیان د ددوی په مورگاو خانو کې لوی شوي حرامي او بیسواده خره ملایان دي او تر هغه چې دوی سمې لار ته نه وي راغلي ناټو به دلته وي. که احيآ ناټو هم له افغانستانه ووځي، اوس د ګنده او پلورل شوي طالب هویت ټولو افغانانو ته معلوم شوی، والله که یې د تېر په شان وخوري. که د پاکستان ټوله اردو هم ورسره راشي په ارامه یې والله که وخوري.

  4. هر په هېواد مین او دردمند افغان د خپل هېواد لپاره په فکر او تشویش کې دی. د امریکایانو وتل یو غم دی او نه وتل یې بل غم. ځکه په دواړو صورتونو کې به وینه توېدنه دوام ولري. ښه خبره خو داده او خدای(ج) دې وکړي چې عملي هم شي، طالبان او حکومت یوې ښې او منطقي پرېکړې ته ورسېږي او د دې کړېدلي ملت او ملي ګټو د تا‌مین په خاطر دې دایمي سوله په هېواد کې خپره کړي. دواړه خواوې دې کوښښ وکړي چې د پردیو د اغېز نه ځانونه خلاص کړي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب