شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeکلتورستر پوهان ويكتور ايوانوويچ سريانيدي/ دوکتورلطیف بهاند

ستر پوهان ويكتور ايوانوويچ سريانيدي/ دوکتورلطیف بهاند

د طلاتپې د آثارو د موندلو په پنځه دیرشم کال د هغه د موندونکي مرګ

کیف- اوکراین

 ويكتور ايوانوويچ  سريانيدي په خټه يونانۍ ستر روسي لرغونپوه، د۱۹۲۹ كال د سپتمبر په  درويشتمه د شوروي ازبكستان  په پلازمينې تاشكند كې پيدا شوی و .

په ۱۹۶۳ كال كې د تاشكند د دولتي پوهنتون د منځنۍ آسيا د لرغونپيژندنې په څانګه كې داکتري دفاع كړې وه .

په ۱۹۷۵ كال كې يې دویمه يا لوړه داكتري دفاع كړې  ده.

د هغه د داكترۍ  اثر (( افغانستان د وسپنې او برنجو په پړاوکې )) نوميده . د هغه د همدغې پوهې له كبله وه چې ويې كړای شول له خپلو افغاني او شوروي ملګرو سره په افغانستان کې تر خاورو لاندې د طلاتپې غږ واوري.

د لومړې داكټرې نه وروسته هغه داسې لس مقالې وليكلې چې په هغه كې يې دا په پوره توګه څرګنده كړه چې لرغونپيژندنه په رښتيا سره يوه ژوره پوهه ده او پوهنيز دريځ ته رسېدلې ده.

په دغه وخت كې هغه د تركمنستان د جنوب د مرغاب  په سېمه كې خپلې څېړنې پيل كړې.

دى ددغو څېړنو لېواله او پر هغو مين و.

د قراقروم ډاګونه او دمرغاب دښتې دهغه اصلي مېنه شوه.

پر هغو دښتو او ډاګونه چې هغه مين و،دهغه د زړه په مينه بدل شوي وو ، خو په هغو كې د مرغاب دښتې تر ټولو غوره ځای درلود.

ويكتور ايوانوويچ  د نړيوالې كچې يو  پوهان دى:

-دافغانستان د سیدجمال الدین نومي نښان ګټونکی

-هغه د يونان د انترپولوژي دټولنې افتخاري غړى دى.

– د امريكا د لرغونپوهنې  تولنې غړى.نيويارك

-د يونان  دسروزرو د صليب ګټنونكی.

-د تركمنستان د دولتي نښان ((مخدوم قلي)) ګټوونكي.دغه نښان تر اوسه پورې يوازې څلور تنو ګټلى دى.

-د يونان د يوه پوهنتون  دپوهې دلوړې كچې نښان..

دهغه په سلګونې مقالې په نړيوالو علمې خپرونو كې خپرې شوې دي.

ويكتور ايوانوويچ   د ژوند په وروستیو کلونو کې د لرغونپېژندنې په افسانه بدل شوى و .

دهغه مور او پلار د كريميا په ښار كې چې اوس په اوكرائين كې پروت دى زېږېدلي دي.

مور او پلار يې  د روسیې د ۱۹۱۷ کال د اكتوبر تر انقلابه وروسته، دكورنۍ جګړه په وخت كې منځنۍ آسيا ته وشړل شول.پلار يې ډوډې پخوونکی  و. د ۱۹۲۱ او ۱۹۲۸ كالو په اوږدو كې د شوروي يو زيات شمېر يونانيان ازبكستان وشړل شول .

استاد سريانيدي،چې په خټه يوناني او دخپل  ژوند زياتره برخه يې په تركمنستان او يو څو کلونه په افغانستان كې د لرغونو آثارو په لټه او  څېړنو تير كړي دي،

ښاغلي و.ا. سريانيدي  هغه څوك دى چې دافغانستان  د جوزجان په ولايت كې يې له خلپلو افغاني او د وخت د شوروي لرغونپېژندونکو سره د طلاتپې ستره پانګه موندلې وه.

د کابل پوهنتون استاد او د شیخ زاهد پوهنتون مشر پوهندوي رسول باوري په دې اړه  لا پخوا ليكلي دي:

“په  افغانستان  کي  د جوزجان ولايت  د يوې لرغونې سېمې څخه  چې طلا تپه نومېږي ، د دې هېواد يوه ارزښتمنه  لرغونې خزانه تر لاسه شوه  . په 1978 ميلادي کال  د طلا تپې  د سپړلو چاري پيل شوې .  دا سپړني د پخواني شوروي اتحاد او افغانستان تر منځ د دولتي پريکړې  پر بنسټ د دواړو هيوادونو د لرغونپوهانو په ګډو هڅو او پرله پسې زيار تر سره شوې . او په پايله کي  د دووزرو کالو وړاندې زمانو لرغوني اثار راڅرګند او تر لاسه شول  . دا سپړنې  د پخواني شوروي لرغونپوهانو له خوا چي  مشر يې د ښاغلي و.ا. سريانيدي ( V.Y.Saryanidi ) او دهغوئ  افغاني ملګري لرغونپوهان  چي  مشري يې  د ښاغلي حبيب اعظمي په غاړه وه ، تر سره شوې .  سپړنو په پرله پسي توګه د  ( 1978 – 1979 ) پوري د همدي تپي پر بيلا بيلو برخو تر سره شوې ، نوموړو لرغونپوهانو د تپي بيلا بيل پخواني قبرونه او هديرې وسپړلي چي په نتيجه کي يې د ( 7 ) ا قبرونو څخه تر شلوزروزيات طلائي اثار کشف او تر لاسه کړل . “

د استاد د ژوند په اړه په هغه يوه  مستند فلم كې  چې په طلاتپه كې داستاد دڅېړنو په استناد جوړ او خپله استاد کله ناکله دهغو په اړه خبرې كولي،ډېر مواد راغلي دي.

استاد هلته  په طلاتپه كې د خپل كار خاطرې بيان كړې دي.

ښاغلي استاد په فلم كې داسې كيسه كوي:

“د ۱۹۷۸ كال كې داكتوبر او نوامبر په مياشتو كې  مو د جوزجان د ښار د طلاتپې په شاوخوا كې  له خپلو ملګرو سره كار كاوه .موږ غوښتل چې يو څو ورځې هلته څېړنې وكړو او بيا د هوا د سړيدو له امله  كار وځنډوو.نه يوازې هوا په سړيدو وه بلكې دافغانستان د انقلابي دولت په وړاندې مجاهدينو هم وسله راپورته كول پيل كړل.كار ستونزمن او جګړه سختې ده.خو د نوامبر پنځلسمه ورځ  وه چې ديوه ساده كارګر دبيل لاندې اډوكې راپيدا شول.دا يو قبر و.كله چې مو قبر راوسپړه ،هلته دحيرانتيا وړ  سره زر او رنګارنګ  ګاڼې پرتې وې.

استاد وويل:

ماته د حيرانتيا خبره دا وه چې ددغو ګاڼو په ليدو هلته يوه ساده ناست بزګر په حيرانتيا وويل چې :

-ګوره !دا زما ځمكه ده،هلته داسې خزانې پرتې دي او ما ټول ژوند په لوږه تير كړ.”

كه څه هم  د طلاتپې په اړه په ټولو خبرې او څېړنيزو خبرتياوو كې تر اوسه پورې راغلي وو چې هلته اوه قبرونه وو،خو استاد وويل:

-موږ هلته ۹ قبرونه وموندل.

نوموړي په دې فلم کې وايي :

ماوويل چې موږ داكتوبر په مياشت كې څېړنې پيل كړې  او غوښتل مو  د لس پنځلس ورځو لپاره كار وكړو ،خو قسمت داسې شو چې موږ دبل كال د مارچ  د مياشتې تر پيله  پورې هلته پاتې شوو.

 دسرو زرو د پيداكېدو سره سم دولت او چارواكو په موږ پېرې ودرولې او د سېمې ساتنه يې پيل كړه.

په دغه موده كې موږ له اوو قبرونو نه له شلو زرو نه زياتې  دسرو زرو ګاڼې پيدا او ټولې كړې.كله چې حالات په تيره بيا د امنيتي پلوه سخت شول هغه ټولې  ُ موندل شوې ګاڼې موږ په ځانګړو صندوقونو كې ځای په ځای او كابل ته مو ولېږدولې،قسمت موږ ته دا وخت را نه كړ چې هغه دوه نور قبر ونه راولټوو.

داستاد په وينا هغه دوه نور قبرونه او كېداې شي نورې خزانې بيا لومړي هماغه ساتونكو او نور بيا نورېتوپکمارو  تالا والا كړي وي.

د دغه ستر لرغونپوه دا خبره ډېره په ژړه پورې وه چې وې ويل:

په افغانستان  كې د ۱۹۹۲ كال له پېښو نه وروسته  مې ،ددغه آثارو په اړه چې نور ترې خبر نه وم،ډولا ډول او رنګارنګ آوازې واورېدې،خو هرې آوازې ماته دغم خبر راوړ . دهيواد  پياوړى لرغونپوه رسول باوري په دې اړه  لا پخوا ليكلي دي:

“په  افغانستان  کي  د جوزجان ولايت  ديوې لرغونې سېمې څخه  چې طلا تپه نومېږي ، د دې هېواد يوه ارزښتمنه  لرغونې خزانه تر لاسه شوه  . په 1978 ميلادي کال  د طلا تپې  د سپړلو چاري پيل شوې .  دا سپړني د پخواني شوروي اتحاد او افغانستان تر منځ د دولتي پريکړې  پر بنسټ د دواړو هيوادونو د لرغونپوهانو په ګډو هڅو او پرله پسې زيار تر سره شوې . او په پايله کي  د دووزرو کالو وړاندې زمانو لرغوني اثار راڅرګند او تر لاسه شول. دا سپړنې  د پخواني شوروي لرغونپوهانو له خوا چي  مشر يې د ښاغلي و.ا. سريانيدي ( V.Y.Saryanidi ) او دهغوئ  افغاني ملګري لرغونپوهان  چي  مشري يې  د ښاغلي حبيب اعظمي په غاړه وه ، تر سره شوې.  سپړنو په پرله پسي توګه د  (1978 – 1979 ) پوري د همدي تپي پر بيلا بيلو برخو تر سره شوې ، نوموړو لرغونپوهانو د تپي بيلا بيل پخواني قبرونه او هديرې وسپړلي چي په نتيجه کي يې د ( 7 ) ا قبرونو څخه تر شلو زروزيات طلائي اثار کشف او تر لاسه کړل . “

د استاد د ژوند په اړه په هغه يوه  مستند فلم كې  چې په طلاتپه كې داستاد دڅېړنو په استناد جوړ او خپله استاد کله ناکله دهغو په اړه خبرې كولي،ډېر مواد راغلي دي. (دافلم موږ د استاد دکلیزطې په جشن کې ولید-بهاند)

استاد هلته  په هغه فلم کې د  طلاتپې د څېړنو پر وخت  د خپل كار خاطرې بيان كړې دي.

ښاغلي استاد په فلم كې داسې كيسه كوي:

“د ۱۹۷۸ كال كې داكتوبر او نوامبر په مياشتو كې  مو د جوزجان د ښار د طلاتپې په شاوخوا كې  له خپلو ملګرو سره كار كاوه .موږ غوښتل چې يو څو ورځې هلته څېړنې وكړو او بيا د هوا د سړيدو له امله  كار وځنډوو.نه يوازې هوا په سړيدو وه بلكې دافغانستان د انقلابي دولت په وړاندې مجاهدينو هم وسله راپورته كول پيل كړل.كار ستونزمن او جګړه سختې وه.خو د نوامبر پنځلسمه ورځ  وه چې ديوه ساده كارګر دبيل لاندې اډوكې راپيدا شول.دا يو قبر و.كله چې مو قبر راوسپړه ،هلته دحيرانتيا وړ  سره زر او رنګارنګ  ګاڼې پرتې وې.

استاد وويل:

ماته د حيرانتيا خبره دا وه چې ددغو ګاڼو په ليدو هلته يوه ساده ناست بزګر په حيرانتيا وويل چې :

-ګوره !دا زما ځمكه ده،هلته داسې خزانې پرتې دي او ما ټول ژوند په لوږه تير كړ.”

كه څه هم  د طلاتپې په اړه په ټولو خبرې او څېړنيزو خبرتياوو كې تر اوسه پورې راغلي وو چې هلته اوه قبرونه وو،خو استاد وويل:

-موږ هلته ۹ قبرونه وموندل.

نومړي زياته كړه:

ماوويل چې موږ داكتوبر په مياشت كې څېړنې پيل كړې  او غوښتل مو  د لس پنځلس ورځو لپاره كار وكړو ُخو قسمت داسې شو چې موږ دبل كال د مارچ  د مياشتې تر پيله  پورې هلته پاتې شوو.

 دسرو زرو د پيداكېدو سره سم دولت او چارواكو په موږ پېرې ودرولې او د سېمې ساتنه يې پيل كړه.

په دغه موده كې موږ له اوو قبرونو نه له شلو زرو نه زياتې  دسرو زرو ګاڼې پيدا او ټولې كړې.كله چې حالات په تيره بيا د امنيتي پلوه سخت شول ،هغه ټولې  موندل شوې ګاڼې موږ په ځانګړو صندوقونو كې ځای پر ځای او كابل ته مو ولېږدولې،قسمت موږ ته دا وخت را نه كړ چې هغه دوه نور قبر ونه راولټوو.

داستاد په وينا هغه دوه نور قبرونه او كېداې شي نورې خزانې بيا لومړی هماغه ساتونكو او نور بيا نورې ،نورو خلكو تالا والا كړي وي.

د دغه ستر لرغونپوه دا خبره ډېره په ژړه پورې وه چې وې ويل:

په افغانستان  كې د ۱۹۹۲ كال له پېښو نه وروسته  مې ، ددغه آثارو په اړه چې نور ترې خبر نه وم،ډولا ډول او رنګارنګ آوازې واورېدې،خو هرې آوازې ماته دغم خبر راوړ .

زما زړه  دافغانستان ددغې خزانې لپاره دوځله له ډېرې خوښې ته تپېدلى دى.يوځل هغه ۱۹۷۸ كال  و،چې مو د لومړي ځل لپاره دغه خزانه پيدا كړه ،خو ددوهم ځل لپاره زما خوشالي چې تر لومړې هغې نه هم زياته وه،هغه وخت وه چې خبرشوم په افغانستان كې ددې څولسيزو مرګنى اخ ډب نه وروسته  دغه تاريخي نړيوال لرغوني زرين آثار روغ رمټ  پاتې او په افغانستان كې دي.

ښاغلي سریانیدي د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۲۰۱۳ کال د نوامبر په ۲۴ مه په مسکو کې مړ شو .

نوبیا ….

1 COMMENT

  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي بهاند صيب ښه معلومات ورکړي دي، خو ځيني داسې ټکي شته چې يادول يې اړين دي. د جوزجان د شبرغان طلا تپه (رزينه پوښتۍ) له ښاره ۵ کيلومتره ليرې د آقچې پلو ته ده، خو هغه مهال ۱۹۷۸ او وروسته له هغې دغه سيمه د (قوای کار) په نامه يادېدله او د عادي خلکو يا عاميانو لپاره د تلو راتلو ځای نه وو، ځکه چاپېر ترې د قوای کار انګړونه، زاړه وسپني سکېلېتونه او د قوای کار د قير سيمه ييزه فابريکه درېدلي ول، چې طلا تپه يې په منځ کې وه او له نورو ژغورل شوې وه، ځکه هلته تل د قوای کار نظامي عسکر موجود ول.
    په زړه پورې بيا دا ده، چې خلکو به ليآ مخکې له ۱۹۷۸ کاله ګنګوسې کولې، چې د شبرغان په بلالا حصار او د قوای کار په سيمو کې ځينو موټروانانو او يا هم ترکتوروالا او سکواټور کارانو د سروزرو ګاڼې موندلې وې، چې د دوو تنو موټروانانو په ناڅاپي ورکېدل هم خلکو يادول، چې بيا وروسته په بله سيمه کې ډېر شتمن شوي ول، نو ويل کېدل، چې هغوی هم له طلا تپې سره زر موندلي ول او پټ يې له سيمې ايستلي ول، ځکه نو دغه سيمه د سرو زرو په شتو مشهوره وه، خو ولې د سره انقلاب د لومړۍ کليزې په درشل کې يې آوازې د خلکو تر غوږونو ورسېدلې زه هم نه پوهېږم، مګر ما پخپلو سترګو د افغانستان دغه ستر تاريخي، لرغونی او بشري ارزښت ليا د طلا تپې له لومړنيو انګازو سره وليدلو، چې يو ځانګړی احساس يې ما ته راکړی وو او حتی د سروزرو په ګاڼو او توکمو مې يې لاس هم تېر کړی دی، چې دې بيا بل خوند درلود!
    زما په ګومان دغه يونانيالاصل پوهاند ډېر غوره شخصيت وو، مګر د طلا تپې وږمې د خلکو په فکرونو کې ليا له ده مخکې ژوندۍ وې، خو د يو کارګر د بېل وار يې صرف يوه پلمه وه! بيا د دغو سروزرو مېګرېشن او رېايمېګرېشن بيا نورې خبرې دي، چې په اړه يې بايد څېړنې وشي.
    معه سلاموکم الاهلول فنون
    ملا ميوند آخوند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب