جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونه"خلیلزاد له افغانانو وغوښتل "یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره بیړه...

“خلیلزاد له افغانانو وغوښتل “یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره بیړه وکړئ

تاند(سې شنبه، د عقرب۱۳) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر کابل پوهنتون تروریستي برید وغانده او له افغانانو یې وغوښتل چې داعش او نورو تروریستي ډلو ته ځای ورنه کړي چې دا ډول غیرانساني اعمال ترسره کړي.

«پر کابل پوهنتون نننۍ تروریستي حمله چې داعش یې د مسوولیت ادعا وکړه، وحشتناکه وه. زه یې غندم او د قربانیانو له کورنیو سره د زړه له کومي غمرازي کوم.»

https://taand.net/%d8%ae%d9%84%db%8c%d9%84%d8%b2%d8%a7%d8%af-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d9%be%d8%b1-%d9%be%d8%b1%d9%88%d8%b3%db%90-%d9%84%d9%87-%d8%ac/

خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه همداراز لیکلي «د داعش او یا ورته نورو ترهګرو لخوا د دغسې غیرانساني اعمالو د ترسره کولو لپاره د فضا ایجادولو مخنیوی وکړئ. د سولې لپاره متحد شئ، اوربند ته لاره ومومئ، او یوه سیاسي جوړجاړي ته بیړه وکړئ. دا ګامونه به د دې نه بیانوونکي بربریت لپاره سم ځواب وي.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ظاهراً د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح تور ته په اشارې ویلي «دغه وحشي برید د حکومت او طالبانو لپاره یو فرصت نه دی چې د یوه او بل پر وړاندې امتياز واخلي. دلته یو ګډ دښمن شتون لري.»

د ولسمشرغني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي له ټولو ثبوتونو او ترلاسه شوو اسنادو ښکاري، چې پر کابل پوهنتون وسله والو طالبانو برید کړی دی.

صالح زیاتوي، د دې پېښې ترشا تر ډېره د حقاني شبکې لاس دی.

خو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې دا برید په کلکه غندلی، هغه یې د هیواد او علم د دښمنانو کار بللی دی.

طالبانو بې له دې چې د امرالله صالح نوم یاد کړي په خپله خبرپاڼه کې د صالح څرګندونو ته په اشارې لیکلي «مکار دښمن په خورا سپین سترګۍ سره د دغه وحشیانه برید مسؤولیت د اسلامي امارت مجاهدینو ته منسوب کړ، د افغانستان اسلامي امارت د عالي تحصيلاتو اداره په نوموړي پوهنتون او دې ته ورته په تعليمي مراکزو، ديني مدارسو، مساجداو نورو عامه شتمنیو باندې بريدونه په کلکو ټکو غندي، الله تعالی څخه شهېدانو ته جنت الفردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفا غواړي. او په هېڅ ډول دارنګه ناوړه بريدونه د توجیه وړ نه بولي. په هېواد کې مختلفې بهرنۍ او کورنۍ استخباراتي کړۍ غواړي، چې د سولې د پروسې په حساسو شېبو کې د هېوادوالو امنيت وننګوي، د مجاهدينو په وړاندې د خلکو ذهنونه مغشوش کړي، د بهرنيو اشغالګرو قواوو د پاتې کېدو لپاره زمينه سازي وکړي او اشغال د يوڅه وخت لپاره نور هم تمديد کړي. »

تر دې وړاندې د ۲۰۱۶ کال د اګست په ۲۳ وسله والو طالبانو په کابل کې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید وکړ او د دغه پوهنتون ۱۳ افغان محصلان او استادان یې ووژل. د هغو په منځ کې یو هم نقیب خپلواک و چې پخوا یې په ستنفورډ پوهنتون کې تدریس کاوه.

نن د کابل پوهنتون پر دېوالونو یو شمېر محصلانو په خپلو لیکلو شعارونو کې له حکومته غوښتي چې په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې ودروي.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%b3%d8%b1%da%86%db%8c%d9%86%d9%87%d8%9b-%d8%af-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d8%aa%d9%88%d9%86-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%d8%af-%d9%be%db%90%da%9a%d9%88/

1 COMMENT

  1. ذلیلزاده :داعش خو امریکایان تمویلوی او په څرخکو کښی یی یو ځای اوبل ځای لیږی دوی خو ستاسو اجیران دی.
    طالبه : یو خو کبیره ګناهونه کوی اوبل بیا درواغ وایاست / آیا تاسی مسلمانان یاست؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب