یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد دفاع وزارت: کندهار کې ۸۱ طالبان وژل شوي؛ اسدالله خالد او...

د دفاع وزارت: کندهار کې ۸۱ طالبان وژل شوي؛ اسدالله خالد او جنرال سکاټ مېلر دغه ولایت ته رسېدلي

تاند (دوشنبه د عقرب ۱۲) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د ارغنداب په تابین، چارغلبه، ده سبزي او شاه آغا دوراهي سیمو کې د طالبانو بریدونه مات او عملیات یې پرې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه جګړه کې ۸۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، په دغو بریدونو کې د طالبانو ۳۰موټرسایلکونه، ۱۲ پټنځایونه او یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او یوه اندازه یې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

په ورته مهال د کندهار د ملي امنیت چارواکي وايي، چې تیره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې د «صفر ۳» ځانګړې قطعې او هوايي ځواک په بریدونو کې ۱۲۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او نږدې ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه عملیات تابین، شاه اغا دوراهي، کوهک، او خسرو په ګډون د ارغنداب ولسوالۍ په ۹ کلیو کې تر سره شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې د ارغنداب ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې مرکز او په خسرو کلي کې له چاودیدونکو توکو ډک ځانمرګو بریدونو ته چمتو شوي دوه موټره هم له منځه وړل شوي.

امنیتي چارواکي وايي، د کوهک کلی په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه تیره شپه پاک شوی او لاهم د ارغنداب ولسوالۍ په ګڼو برخو کې د ګډو افغان ځواکونو پلټوونکي عملیات دوام لري.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او یو شمېر نور نظامي مسؤلین کندهار ولایت ته رسېدلي دي.

د کندهار ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد چارواکي د کندهار د عمومي وضعیت ارزونې په موخه دغه ولایت ته ورغلي تر څو له نږدې امنیتي وضعیت وڅاري.

د یادونې وړ ده چې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ جګړه اتمې ورځې ته ورسېده او لا هم ددې ولسوالۍ په ډېره برخه کې سختې نښتې روانې دي.

د راپورونو له مخې د ارغنداب تر څنګ په پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو کې هم د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه دوام لري.

طالبانو تر اوسه ددغو بریدونو په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.

1 COMMENT

  1. دکنــدهار دنن ورځـــي بشپــړ جزئیات
    د مِشان په تسلیم شوې قرارګاه کي دغه مذکور غنیمتونه: راپور د طالبانو لخوا.
    ۶ شوبلي
    ۳ رینجرموټر
    ۱ دومیله
    ۳دهشکه
    ۲ هشتادودو
    ۲هوان
    ۱کمانډویي هوان
    ۱ اسپیجنین
    ۶ راکټ
    ۶ کارمولیان
    ۸ ثقیلان
    ۱۳ کلاشنکوف
    د دواب په قرارګاه کي ۶۰ کسان تسلیم شول
    لاندي غنیمتونه هم ورسره وو
    ۹ شوبلي
    ۲ رینجرموټر
    ۵ دهشکه
    ۴ هوان
    ۲ هفتادو پنج
    ۱ هشتادودو
    ۳۸کارمولیان
    ۷ کلاشنکوف
    ۸ راکټ
    ۱۸ ثقیلان
    ۱۵سپوږمۍ دوربینان
    ۴ دشوبلو ټیلې
    ۴ دروځي دوربینان
    ۱ کانټینر د شوبلو سامانونه
    ۱ کانټینر تیل
    ۱ کانټینر خوراکي مواد
    ۳ صندوقه ګرنیډان
    ۱۰ مخابرې

    د تلوکانو قرارګاه کې غنیمتونه:
    ۴ شوبلي
    ۴ رینجر
    ۱ کماز موټر
    ۱ امبولانس
    ۱ هشتادودو
    ۱ هفتتادو پنج
    ۱ وسط هوان
    ۱ دهشکه
    ۲ غټي مخابرې

    د زنګاوات ۸ پوستې وتیښتیدلې او غنیمتونه یې له ځانه سره وړي

    د کیمپ ۲ قرارګاوي او ۱۲ پوستې فتحه شوې
    غنیمتونه یې په لاندي ډول دي:
    ۷ شوبلي
    ۳ رینجرز موټر
    ۱۱ ثقیلان
    ۳ راکټان
    ۸ کارمولیان
    ۳ د سپوږمۍ دوربینان
    ۲ نارنجک
    ۱ وسط هوان
    ۱ اسفیجنین
    ۲غټي مخابرې
    او
    ۳۰۰۰۰ دیرش زره ګډي وډي مرمۍ دي

    د چمنیانو د جزبات د قرارګاه غنیمتونه:
    ۱ شوبله
    ۱ امبولانس
    ۲ رینجر موټر

    د زنګاوات غټه د مکتب قرارګاه وتښتېدل
    د غنیمتو پوره معلومات یې نشته
    بعضي مهم غنیمتونه یې په لاندي ډول دي

    ۱۰ کمانډو موټران
    ۱۰ شوبلي
    ۱۵ رینجر موتر
    د قندهار ولایت د والي مرستیال زرقاوي صاحب او د انوري صاحب د نن ورځي تازه معلومات
    نور معلومات یې وروسته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب