شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeمقالېد سرور دانش د سپکو سپورو په ځواب کې

د سرور دانش د سپکو سپورو په ځواب کې

څېړنپوه دکتور محمدشریف ځدراڼ

په اوسنیو حساسو شرایطو کې چې د څلوېښت کلنې جګړې د ختمولو لپاره په دوحه کې خبرې اترې روانې دي. د ښاغلي دانش غیر مسوولانه څرګندونې نه یوازې له تعصب او دښمنۍ ډکې وې، بلکې د افغانستان د تاریخ، ملي ګټو، ملي یووالي او د سولې د پروسې پر خلاف وې.

ښاغلی دانش صاحب! احمدشاه بابا د ۱۷۴۷م. کال د شېرسرخ په لویه جرګه کې انتخاب شو، ځکه یو بارز شخصیت و او د ایران امپراتور نادر افشار د هغه پر لوړ شخصیت اعتراف کوي.

ـــ احمدشاه بابا د خپل ملت په ملاتړ د افغانستان استقلال، د خاورې تمامیت او سیاسي حاکمیت تامین کړ.

ـــ احمدشاه بابا د لرغونې اریانا سرحدات دوباره احیا کړل؛ د درې ګونو قواوو (مقننه، اجرائیه، قضایه) پر بنسټ یې درانی دولت تاسیس کړ او همدا دلیل دی چې د معاصر افغانستان بنسټ اېښودونکی ګڼل کېږي.

ـــ د ده په حکومت کې ټول قومونه شامل وو، د بېلګې په توګه درویش هزاره د هرات والي، د نادر افشار لمسی شاهرخ میرزا د مشهد والي، ایرانی مؤرخ محمود حسیني د دربار منشي، نصیرخان بلوڅ د بلوچستان والي و او دغه راز سیکان او هندوان د ده په لوړو چارو کې غوره شوي وو.

ـــ احمدشاه بابا په افغانستان کې ټولو موجودو مذهبونو ته د عباداتو آزادي ورکړه او په دولتي چارو کې ښځو برخه درلوده، د بېلګې په توګه د ده مور زرغونې انا، د تيمور مور، مغلاني بېګم، بي بي مریم، مېرمن عینو او نورو ډېرو حتی په استخباراتو کې دندې درلودې. احمدشاه بابا ښځو ته د سولې، دوستۍ او خپلوۍ د عاملانو په نظر کتل. هغه د ښځو په ګټه د طلاق نابرابر دود لغو کړ.

ـــ د سراولف کارو په قول احمدشاه یو افغان نابغه او د کلکې ارادې خاوند و، جګړه ییز قابلیت یې درلود، خو د سولې قهرمان او په روغه جوړه مین او پخلاینه یې تر جګړې ښه بلله.

ـــ احمدشاه یو منظم پوځ جوړ کړ او د ده د واکمنۍ پر مهال توپونه تولید کېدل.

ـــ ده په کندهار کې د نوي ښار، ملي موزیم او د تاریخ لیکنې بنسټ کېښود.

ـــ احمدشاه بابا په پښتو، دري او عربي ژبو شعر وایه او د یوه مؤرخ په توګه یې (۸) علمي او تاریخي آثار په مېراث پرایښي دي.

ـــ احمدشاه بابا یو مستقل او وطن دوست واکمن و. د وطن او ځان ساتنې لپاره یې بهرنۍ لښکرې نه وې راغوښتې.

ـــ د ډهلي له تخت څخه یې خپل غرونه او دښتې ښې ګڼلې، د مذهب او پیسو په خاطر یې د افغانستان تاریخ، قومونو او ملي شخصیتونو ته بد رد نه دي ویلي.

ـــ احمدشاه بابا یو بنسټ پال مسلمان و او تروریست نه و. د ده په امپراتورۍ کې مسلمانانو، عیسویانو، سیکانو او هندوانو ژوند کاوه او د ده په دولت کې شامل وو.

دغه زار شاه امان الله او اعلیحضرت محمدظاهرشاه لږ تر لږه د دیموکراتیکو نظامونو او دیموکراتیکو اساسي قوانینو جوړونکي ګڼلی شو. شاه امان الله د غلامۍ ځنځیرونه د خپلواکۍ په ګټلو سره مات کړل او اعلیحضرت محمدظاهرشاه د دیموکراسي تمرین وکړ.

خو ښاغلی دانش له تا پوښتم چې چنګیزیانو په افغانستان کې څه وکړل؟ لنډ ځواب به یې زه ووایم او هغه دا چې هغوی د تمدن او بشریت دښمن وو. دویم دا چې تاسو د ولسمشر د مرستیال په دغو دوو دورو کې څه وکړل؟

ځواب: قومي او مذهبي تعصبونو ته لمن وهل چې ستاسو وروستۍ څرګندونې ښه مثال کېدای شي. د عليپور او حکیم شجاعي څخه د تاسو ملاتړ، د لوړو زده کړو د وزیر په توګه د افغانستان د نورو ځوانانو په سهمیه کې د ۵۰۰ هزاره ځوانانو خارج ته استول، د ستا په دفتر کې یوازې د دایکندي ځوانانو استخدامول، په دولتي ادارو کې د هزاره وروڼو د ګمارلو لپاره ستاسو ځانګړې هڅې، ستاسو د حکومت مفسده او ناولې اداره، امنیتي بحران او د سوریې جګړې ته د هزاره وروڼو لېږل او داسې نور ډېر کارونه استبداد او ناوړه سیاستونه ګڼل کېدای شي. بناً د خپلو غیر مسوولانه څرګندونو په بدل کې له خپل ملت څخه بخښنه وغواړه، دا د خیر او سړیتوب لار ده.

2 COMMENTS

  1. ځدران صاحب، تا سو کوم ځواب چي دچنګیز بچي (بی دانش ) ته لیکلي ټول یو روښانه حقیقت دی، الله پاک د په پشتون قوم کي لږ غیرت پیدا کړي خاصتآ په پښتنو چارواکو کي چي د سپاه پاسداران غلامانو ته غاښ ماتوونکي ځواب ورکړي. الله مو بریالی لره

  2. پښتو کې یو متل دی چې وایي: دا مې ګمان نشي –چې د ایزه مې زوی وشي
    اوس نو زمونږ هم دا ګمان نه کېږي چې ښاغلی غني دې د پښتو او پښتنو په حق کې کوم داسې ګټور ګام پورته کړي چې سړی ووایي چې والله افرین د نر بچیه. د خدای لپاره، په ټول کابل کې مې په ډېر مشکل سره د ګوتو په شمېر یو څو په پښتو لیکلې لوحې ولیدلې. دا ولې؟ دا ځکه چې دلته د پښتو ژبې د له مینځه وړلو لپاره یو منظم پلان او کار روان دی او ولسمشر او نور خاین واکداره پښتانه هم سترګې ورباندې پټوي. افراطي ولسمشر ایله پردي جاسوسان خوشحاله کړي او په دې ویاړي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب