یکشنبه, مې 19, 2024
Homeټولنیزتاریخخلجیان پښتانه وو | سید مومن

خلجیان پښتانه وو | سید مومن

سریزه

د افغانستان د تاریخ په اسلامي دوره کي پښتنو څو ځله پر هند واکمني کړې ده. د پښتنو هغه اقوامو چي په افغانستان او هند کي حکومت کړئ دئ عبارت دي له، ابدالیان، غوریان، هوتکیان، لودیان او خلجیان يا غلځیانو څخه او همداسي يې د نورو سلطنتو په جوړولو کي هم خاص رول ادا کړئ دئ. لکه د بابر، غزنویانو او مملوکو ترکانو چي د غوري دربار غلامان وه او د سلطان شهاب الدین په مټ نیول سوئ مفت تخت يې په هند کي و لاس ته ورغئ. د بابره سره ډېری سوریان او لودیان د خپلو تربرو په خلاف وجنګېدل او د لویانو حکومت ته یې په هند کي خاتمه ورکړه. د غزنویانو سره هم د غزني،پکتیا، پکتیکا، زابل او د غور بعضي پښتانه ورسره وه. دغزنویانو سره اکثره جنګیالي پښتانه وه او د دوي سره يې ډېري سمیمي اړیکي درلودې. د هغې دلیل دا وو چي د محمود غزنوي مور د زابل د غلځي پښتنو څخه وه نو د زابل،ګردیز، پکتیا.پکتیکا او غزني غلځیان د محمود غزنوي ماما خېل کېدل.

د دې مقالې بحث پر خلجیانو او غلځیانو باندي دئ. په هغه زمانه کي چي به چا پر هند باندي حمله وکړه اول خو به یې د هند د بت پرستو پر ضد د اسلامي جذبې پر بنسټ جهاد کاوه. او حکومت به يې هم تر ډېره بریده پر اسلامي منشاَ باندي مبني و. ډېر لږ به داسي پېښېدل چي څوک دي پر قومي بنیاد باندي یو حکومت ودروي. د خلجیانو سلطنت هم داغسي و. کله چي د هند او خراسان پر مځکه دوي ته چا د غرزي يا غلځي پر ځای خلجي ویل دوي به باک نه په کاوه خو په مرور د زمان بعضي موریخینو د مطلقي اشتباه له مخي دا دوه قبایل بېل وبلل. د دې خالیګاه څخه د شلمي پېړۍ نشنلسټانو د پښتنو د افتخاراتو د محوه کولو په موخه خپل نهایي کوښښ وکړ خو بیا هم د همیشه په ډول د استدلال او اسنادو په مقابل کي يې ماته وخوړل.

د غلځي  کلمه فارسیانو او هندیانو د خپلي ژبي د الفبا د کمبود له وجي په خلجي اړولې ده. که موږ د نن ورځي هندیان وګورو دوی د«ز» کلمه په«ج» تلفظوي لکه «زمانې» ته چي «جمانه» وايي او «زبردست» ته «جبردست» وايي په همدا شان په فارسي ژبې کي هم دا تغیرات ډېر سته چي د پښتو «ځ» دي په فارسي کي په «ج» اوښتئ وي. لکه جنګل،ځنګل جای،ځای جاجي،ځاځي جليبی، ځلیبئ او داسي نور په پېخر بېلګي سته چي دا ثابتوي چي دا تغیر د ژبني تغیراتو پر اساس سوئ دئ. د «غ»  تورئ د ډېر ثقلت له وجي په «خ» اوښتئ دئ او د «ځ» یا «ز» تورئ د فونولوژیکي قوانینو پر اساس په «ج» اوښتئ دئ.

په دې مقالې کي به ډېر داسي نور حقايق، اسناد او مدارک وړاندي کړم چي و لوستونکو ته د خلجیانو د پښتونولئ په باب نور هيڅ شک او تردید پاته نه سي. او په اکاډميکو ایتنیکي مباحثو کي دا اسناد او دلالیل د دوي په ښه ورسي.

کندهاری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب